د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې مشر عمران خان وئيلي ، د ۲۰۱۳م په عامو ټاکنو کې د درغلۍ د پلټنو دپاره دې د سترې محکمې په مشرۍ کې يو کمېشن جوړ کړی شي ، او په دغې کمېشن کې دې د ملک استخباراتي خفيه ادارې ائي اېس ائي او اېم ائي شامل کړی شي .
د پاکستان تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان دغه نوې غوښتنې د پنجاب صوبې په رحيم يار خان سيمه کې د اتوار په ورځ يوې جلسې ته په وينا کې کړي دي .
عمران د حکومت نه غوښتنه کړې ، چې د سترې محکمې په مشرۍ کې دې د انتخابي درغلو د پلټنې دپاره کمېشن جوړ کړی شي ، او د ملک د استخباراتي خفيه ادارې ائي اېس ائي او اېم ائي کسان دې د دغې کمېشن برخه جوړ کړی شي .
هغه ووئيل دغه کمېشن دې د نومبر د ۳۰م نېټې پورې اعلان کړی شي ، او د کمېشن د مشر ټاکلو په لړ کې دې د پي ټي ائي نه مشوره واخستی شي .
د پي ټي ائي مشر زياته کړه ، د څلورو نه په شپږو اوونو کې دې کمېشن خپل رپورټ وړاندې کړي . او په دغې موده کې به زمونږ دهرنا روانه وي ، او نوازشريف دې استعفا هم نه ورکوي . او که د ۲۰۱۳م په انتخابونو کې کمېشن درغلي ثابت کړه نو نوازشريف به مستعفي کيږي ، او بيا به نوي انتخابونه کيږي .
عمران خان د مئ ۲۰۱۳م په عامو ټاکنو کې په مسلم ليگ (ن) ډله د درغلۍ تور پورې کوي ، او د درغلۍ په ضد يي د ۱۴م اگست نه احتجاج او په پلازمينه اسلام اباد کې دهرنا پېل کړې ده . او نوموړی د خپلې احتجاجې دهرنې د لمړي سر نه په دغې خبره کلک ولاړ دی ، چې نوازشريف دې مستعفي شي .
رحيم يار خان کې جلسې ته د وينا په مهال د پي ټي ائي مشر ووئيل ، د عدليي د ازادۍ دپاره خلکو قربانۍ ورکړي او عدليه ازاده شوې ، خوعدليه بې طرفه نه ده .
عمران خپله وينا کې زياته کړه چې د اليکشن کمېشن د نوي مشر دپاره د پخواني چيف جسټس تصدق جېلاني نوم اخيستل کيږي ، خو هغه د سترې محکمې په پخواني مشر قاضي غږ وکړو چې دغه څوکۍ سمبال نه کړي ، ځکه مونږ په هغه اعتماد نشتی .
هغه ووئيل اليکشن کمشنر دې داسې کس جوړ کړی شي چې د ټولو گوندونو پرې اعتماد وي . هغه د څلورو واړو صوبو د اليکشن کمېشن د مشرانو د مستعفي کېدو غوښتنه هم وکړه .
د پي ټي ائي مشر خپله وينا کې دا هم وئيل ، که د ۳۰م نومبر پورې د هغه په تجويزونو عمل ونه شو ، نو تراوسه پورې پرامن دهرنا ورکړې ، خو د هغې وروستو به حکومت ته مشکلات جوړيږي او نوازشريف ته به حکومت چلول گران شي .