په پاکستان کې د حکومتي مشرانو د ريکارډ شوو خبرو د برسیره کېدو روانه لړۍ کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تازه څرګندو شوو خبرو کې اورېدل کېږي چې عمران خان خپل یو سېکټر ته وايي چې سفارتي خط سره به د خپلې ګټې دپاره لوبه وکړي.
په برسیره شوو خبرو کې هغه خط ته اشاره ده چې عمران خان وايي په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته لېږلی و او زیاتوي په یاد لیک کې امریکا د هغه د حکومت ړنګولو ګواښ ورکړل شوی و.
Regime Change Conspiracy Theory a totally False Narrative #AudioLeaks pic.twitter.com/r3le6iEs0n
— Nadeem Malik 🇵🇰 (@nadeemmalik) September 28, 2022
امریکا او پاکستان دغه تور ردوي.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل غواړي چې ټول سایفر لیک يا ښکاره شي چې د هغه په قول ټولو ته معلومه شي چې څومره لوی سازش شوی دی.
د رپورټ ترمخه د عمران خان نه پوښتنه وشوه چې په دغه اډیو کې تا ویلي چې په دغه لیک به لوبه کوي نو د دې خبرې دفاع به څنګه کوئ؟ نو پخواني وزیراعظم وویل اوس خو يې پرې لوبه نه ده کړې او چې ټول لیک څرګند شي نو بیا به پرې لوبه کوي.
اچھا ہوا یہ آڈیو لیک ہوئی میں تو کہتا ہوں سائفر ہی لیک ہو جائے۔۔ابھی تک تو سائفر پر کھیلا نہیں۔عمران خان pic.twitter.com/6wVBCgO04K
— Umar Jutt (@UmarJavaidJutt) September 28, 2022
په اډیو کې عمران خان خپل پرنسپل سېکرېټري اعظم خان سره خبرو کې وايي دغه سفارتي خط سره به لوبه کوي خو د امریکې نوم به نه اخلي. د اعظم خان په دغه خبره عمران خان وايي په سفارتي خط یا سایفر به یو مېټينګ وکړي.
عمران خان وایي د شاه محمود قرېشي، چې په دغه وخت خارجه وزیر و، هغه به دغه لیک ولولي او چې څه هغه ولولي نو د مېټېنګ په ریکارډ (منټس) کې به يې شامل کړی شي او د عمران خان په قول په دغه لیک بیا تجزیه به د خپلې خوښې کوي او هغه دا ده چې په سفارتي ژبه کې ورته ترېټ یا ګواښ وېل کېږي او دا چې ترېټ موجود دی.