صدر بایډن امریکایانو ته ډاډ ورکړی چې په بېنکونو کې پرتې پېسې يې محفوظ دي

صدر بایډن وویل د هغو کسانو احتساب به کولی شي چې د بېنکونو د بحران ذمه وار دي او اقدامات اخیستل کېږي چې نور لوی بېنکونه په کړکېچ کې ګرفتار نه شي او بیا داسې صورتحال پېدا نه شي

په امریکا کې د دوو بېنکونو د دیوالیه کېدو نه پس صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ امریکایانو ته ډاډ ورکړو چې په بېنکونو کې پرتې پېسې يې محفوظ دي او د هغو کسانو په ضد به ګامونه پورته کولی شي چې د بېنکونو د دیوالیه کېدو ذمه واردي.

بایډن د وایټ هاوس نه امریکایان مخاطب کړل او ويې وېل چې امریکایان اعتماد لرلی شي د بېنکونو نظام محفوظ دی. ستاسو ډيپازېټس (په بېنکونو کې پېسې) محفوظ دي.

صدر بایډن امریکایانو ته په ملک کې د بېنکونو د نظام په اړه ډاډ په داسې حال کې ورکړی چې دوه بېنکونه، د کېلېفورنیا سېليکان وېلي بېنک او د نیویارک سېګنېچر بېنک، ديوالیه شوي او حکومتي مامورینو يې چارې په خپلو لاسو کې اخیستلي دي.

صدر بایډن وویل د دواړو بېنکونو کاته دار خپلو پېسو ته لاس رسي لري.

صدر بایډن د دواړو بېنکونو د چارواکو د برطرفۍ اعلان وکړو. هغه وویل حکومت به د بېنکونو سرمایه دارو ته تحفظ نه ورکوي او د بېنکونو د تحلیل کېدو مالي بار به د ټېکس ادا کونکو په اوږو نه کښېږدي.

صدر بایډن لوظ وکړو چې د بېنکونو د دیوالیه کېدو د څرنګوالي به په مکمله توګه تحقیقات کولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي صدر بایدڼ بېنکونو د ممکنه ناکامۍ په اړه د خبریالانو پوښتنونو ته جواب و نه وېلو خو د مالي چارو ماهرین وایي دغه بېنکونه د سود په شرح کې د اضافې نه په منفي ډول متاثر شوي دي، د اثاثو مالیت او د قرضونو په ضد سېکیورټيز يې غورځېدلي دي.

د فېډرل ډيپازېټ انشورنس کورپورېشن د تېر کال په اخېره کې ویلي وو چې سود په شرح کې د اضافې په سبب د امریکې د بېنکونو صنعت ۶۲۰ بېلین ډالر نقصان کړی دی.

صدر بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان وویل د امریکې ولس او کاروبارونه دې دا اعتماد ولري چې د ضرورت په وخت کې به يې پېسې په بېنکونو کې موجود وي.

صدر بایډن وویل د هغو کسانو احتساب به کولی شي چې د بېنکونو د بحران ذمه وار دي او اقدامات اخیستل کېږي چې نور لوی بېنکونه په کړکېچ کې ګرفتار نه شي او بیا داسې صورتحال پېدا نه شي.

د امریکې د خزانې وزارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې د دیوالیه شویو بېنکونو، د کېلېفورنیا سېليکان وېلي بېنک او د نیویارک سېګنېچر بېنک، کاته دارانو ته وویل چې د ګل، دوشنبې، په ورځ په دغو بېنکونو کې خپلو پېسو ته لاس رسی کولی شي.

چارواکي وايي د بېنکونو د تحلیل کېدو سره تړلی مالي نقصان به د ټېکس ادا کونکو په اوږو نه باروي.

د مالي چارو د لوړ رتبه چارواکو د ملاقات وروسته په بیان کې وېل شوي چې د بېنکونو په نظام کې په پراخه کچه ثبات دپاره به فېډرل رېزرو یا د امریکې مرکزي بېنک بېنکونو ته بېړني پنګو ته لاس رسی ورکوي.

فېډرل انشورنس کورپورېشن چې د بېنکونو د نظام سرپرستي او په بېنکونو کې د کاته دارانو د پېسو تحفظ کوي، د ګل، دوشنبې، په ورځ يې وویل چې د سېليکان وېلي بېنک پېسې يې د پله بېنک ته منتقل کړي دي. نوي بېنک انظام به د کورپورېشن د څارنې دلاندې یو بورډ چلولوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ دي بېنک او انګلېنډ اعلان وکړو چې په برطانیه کې د سېلیکان وېلي بېنک شاخ يې د بېنک د ثبات دپاره په اېچ اېس بي سي نومې بېنک خرڅه کړی دی.

سېليکان وېلي بېنک د جمعې په ورځ د امريکايي چارواکو په خپله قبضه کې په داسې حال کې واخیستلو چې د ادارې د دیوالیه کېدو د خطر له امله کاته دارانو په یو ځای د بېنک نه پېسې وېستل شروع کړل.

سېليکان وېلي بېنک د ۲۰۰ بېلین ډالر مالیت اثاثې لرلې او تحلیل کېدل یې د امریکې په تاریخ کې دویمه د بېنک د ناکامۍ دویمه پېښه ده. بېنک د ټېکنالوجۍ په صنعت کې په سرمایه کارۍ کې ککړ و.

سېګنېچر بېنک د ۱۰۰ بېلین ډالرو مالیت اثاثې لرلې او تحلیل کېدل يې د امریکې د تاریخ دریمه پېښه ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو کېن برېډمایر او د کرس هېنز د پورټ او د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي