په سوات کې سره د خپلو فصلونو د سبزیانو او ټماټرو نرخونو سېوا شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د خېبر پښتونخوا نورو سیمو په شان په سوات کې هم د سبزیانو او ټماټرو نرخونه سېوا شوي او د عامو خلکو د اخستو نه وتلي. د ځايي خلکو په خبره د سوات خپلې سبزیانې او ټماټر بازارونو ته رارسیدلي خو بیا هم د یو کلو ټماټرو بېیه د ۲۰۰ روپو نه هم زیاته شوې. دغه نرخونه څومره زیات شوي او د یو عام تن په ژوند یې څه اثر کړی؟