هند به افغانستان ته ٧٥٠٠٠ مټرک ټنه غنم ورکوي

هندوستان لومړی ځل په کال ۲۰۱۷ کې د چابهار له لارې افغانستان ته ۱.۱ میلیونه ټن غنم ولیږل او پدې توګه د چابهار بندر له لارې د هند او افغانستان تر منځ د کاروبار یوه معتبره پرانیستل شوې لاره هواره کړه

هند پلان لري چې د نومبر میاشت کې د بشر دوستي په توګه افغانستان ته ۷۵۰۰۰ مټریک ټنه غنم ولیږي.

او دغه جوپه یا بار به د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واستول شي او لیږد به یې د کنډاله له بندر څخه راتلونکې میاشت پیل شي.

هندوستان لومړی ځل په کال ۲۰۱۷ کې د چابهار له لارې افغانستان ته ۱.۱ میلیونه ټن غنم ولیږل او پدې توګه د چابهار بندر له لارې د هند او افغانستان تر منځ د کاروبار یوه معتبره پرانیستل شوې لاره هواره کړه.

هند د خپل بشری مرستو د یوې برخې په توګه، په افغانستان کې د زړه له ناروغۍ د رنځ د ماشومانو د درملنې لپاره مالي مرستې هم کوي.

په افغانستان کې د هند سفیر وینی کمار په وینا، هند په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا د ۲۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې چې پکې د ۴ میاشتنیوعمر ماشومانو څخه تر ۱۸ کلنو شامل دي. د دغو درملنو لپاره هند د ۴ میلیونه ډالرو لګښت کړی.

د افغانستان د ریډ کریسینټ سوسایټي د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت ښاغلي کمار د زړه له ناروغۍ د رنځ اخته ماشومانو درملنې لپاره د نوي ډیلي لخوا د ورکړل شوي مالي مرستو په اړه خبرې وکړې. هغه همداراز د دغې ټولنې رضاکارانو او د هغوي د کار ستاینه وکړه کوم چې افغانستان کې د جګړې او طبیعي پیښو له امله زیانمن شوي کسانو مرسته کړې.

هند په افغانستان کې د زیربناوو یا ودانیو جوړولو څخه نیولی د بشري مرستو پورې د افغانستان په پرمختیايي پروګرامونو کې مرستې کوي او ښکیل دی.

نوي ډیلي د سې شنبې په ورځ هغه څلور هلیکوپټرې افغانستان ته رسولي کومې چې یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې دغه هېواد ته ورکړي وې.

په وچه کې راګیر افغانستان دا مهال د هندوستان سره د چابهار د بندر او هواي دهلیز له لارې وسل شوی یا نښتی دی.