هند: له پاکستان څخه به د ترهګریز برید بدله اخلي

د هندوستان د دفاع وزیرې نرمالا سېتارامن د دوشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په جمو او کشمېر کې د هندي پوځ په کمپ باندې د ترسره شوي ترهګریز برید ځواب به ورکوي.

د هندو په نامه یوې هندۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې اغلې سېتارمن په نوي ډلي کې خبریالانو ته وویل: " پاکستان به ددې ناوړې پېښې قیمت ادا کوي "

په جمو کې له ترهګرو سره د دوه ورځنۍ نښتې په ترڅ کې پنځه هندي سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شویدي او لس نور ژوبل شویدي.

هند ویلي، په درنو وسلو سمبال دغه ترهګر د پاکستانۍ ترهګرې ډلې جیش محمد غړي وو.

د رویټر خبري رسنۍ د راپور له مخې پاکستان د هند د ګواښ نه وروسته په پوله باندې د هند لخوا د ممکنه بریدونو په وړاندې خبرداری ورکړی.

پاکستان د هند دغه تورونه رد کړیدي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي.

"تل داسې کیږي چې هندي چارواکي له اړینو پلټنو مخکې په ټولو پېښو کې دا ډول بې مسولیته ادعاوې کوي. "

هندوستان د اوږدې مودې راهیسې په پاکستان تور لګوي چې ترهګرو ته روزنه او وسلې ورکوي او بیا یې له هند سره پولې ته په کشمیر کې رسوي.

هند په ۲۰۱۶ کال کې ویلي و چې ځانګړي ځواکونه یې د ترهګرو پرضد بریدونو لپاره په کشمیر کې له کنټرول لاین څخه اوښتي و.

دا کار وروسته له هاغې شوی و کله چې ترهګرو د هند په یو پوځي مرکز باندې برید وکړ او ۱۸ هندي سرتیري یې ووژل.

پاکستان دا ردوي، چې ګواکې په کشمیر کې وسلوالو ته وسلې ورکوي خو دا مني چې د کشمیر له خلکو سره سیاسي او اخلاقي مرسته کوي.