د هندوستان نابيناؤ لوبغاړو د کرکټ ټيم د پاکستان د نابيناو د کرکټ ټيم له په دوه وېکټو ماتې ورکړې.
د خالي په ورځ د شارجه په مېدان کوربه پاکستان هندوستان ته په ۴۰ اورونو کې د۸ وېکټو په تاوان د ۳۰۸ رنزونو هدف ورکړو.
د هندوستان نابينا ټيم دغه هدف د ۸ لوبغاړو په سوځېدوپه ۳۹م اوور کې پوره کړو او پاکستان ته يي په ۲ وېکټو ماتې ورکړه او د کال ۲۰۱۸م د نابيناؤ يا په سترګو د معذورانو د کرکټ نړيوال کپ يي اوګټلو.
د هندوستان وزيراعظم نرېندرا مودي په يو ټويټ پېغام کې د هندوستان د کرکټ ټيم ته مبارکي ورکړې او ويلي یې دي ټول هندوستان په تاسو فخرکوي، تاسو رېښتوني اتلان يئ.
Congratulations to our cricket team for winning the 2018 Blind Cricket World Cup! They make the nation proud and inspire every Indian with their game as well as phenomenal attitude. True champions!
— Narendra Modi (@narendramodi) January 20, 2018
د کرکټ د نابيناؤ لوبغاړو لومړی نړيوال کپ کال ۱۹۹۸ کې جنوبي افريقا په نوي ډيلي کې ګټلی وو او په فاېنل کې يې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
دويم نړي وال کپ کال ۲۰۰۲ کې د هندوستان په چنايي ښار کې شوی وو چې پاکستان پکې هندوستان ته ماتې ورکړې وه.
د نابيناؤ د کرکټ دريم نړيوال کپ هم پاکستان په کال ۲۰۰۶ م کې د هندوستان نه ګټلی وو.
د هندوستان د کرکټ د نابيناؤلوبغاړو ټيم د نړيوال کپ نه علاوه کال ۲۰۱۶ کې د آسيا کپ او ۲۰۱۷ کې د ټي ټونټي کپ هم د پاکستان نه ګټلی وو.