هندوستان وايي چینايي ځواکونو په لداخ کې راپارونکي ګامونه اخیستي خو چین یې تردید کړی

هندې وزیراعظم نرندره مودي او د چین صدر ژی جنپنګ

هندي مامورینو ویلي چينايي ځواکونو په لداخ سیمه کې د دواړو ملکونو په پوله د موجوده وضعیت د بدلوولو ګامونه پورته کړي دي خو چین دا خبره ردوي.

د چین او هندوستان ترمنځ د همالیه په دغه سیمه کې څلورو میاشتو نه د زیات وخت راهسې د سرحد په سر تاوتریخوالی دوام لري.

د هندوستان پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل چینايي ځواکونو د دواړو ملکونو ترمنځ د مفاهمت په خلاف ورزۍ کې راپاروونکي پوځې تحریکونه وکړل خو نور تفصیل یې وړاندې نکړو.

هندي پوځ وویل هندي ځواکونو د چینايي عسکرو د دې ارادې مخه ونیوله چې په یو اړخیره ډول په ځمکه حقایق بدل کړي. بیان زیاته کړه چې هندوستان خبرو ته تیار دی خو د خپلې علاقې دفاع به کوي.

په بیجنګ کې چین د خارجه وزارت ترجمام ژاو لیجیان یوې خبري غونډې ته وویل چینايي عسکر د لاین او اېکچوول کنټرول په سختۍ مني او هیڅ کله ترې پورې نه ورځي. هغه وویل دواړه فریقېن د صورتحال په اړه د یو بل سره په رابطه کې دي.

د دواړو ملکونو ترمنځ ورستی تاوتریخوالی د پېنګ کونګ ساو ډنډ په سیمه کې رامنځته شوی دی چرته چې د اپرېل د میاشت راهسې هندي او چیناي عسکرو یو بل نه نیغ په نیغه ودرېدلي دي.

د وي او انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په لداخ کې د تاوتریخوالي د کموولو دپاره د هند او چین ترمنځ په پوځي او سفارتي کچه خبرې کیږي خو تراوسه پورې پکې څه پرمختګ نه دی شوی.

په جون کې د لداخ په ګلوان وادۍ کې د چینايي او هندي ځواکونو لاس په لاس جنګ کې د هندوستان ۲۰ عسکر وژل شوي دي. چین نه دي ویلي چې ایا عسکرو ته یې څه تلفات اوړېدلي وو او که نا؟