د هندوستان حکومتي گوند، بهارتیه جنتا پارټۍ، پارلېمنټ ته د یو داسې قانون مسوده وړاندې کړې ده چې ترمخه به یې هندوستان د گاونډي هېوادونو څخه په غیرقانوني توگه ورغلو یوازې غیرمسلمو خلکو ته شهریت ورکوي.
د قانون دغه مسوده د گل، دوشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وړاندې کړی شوه او دا لومړي ځل دی هندوستان شهریت دپاره د مذهب شرط ټاکلی دی.
ناقدین مجوزه قانون د مسلمانانو په ضدر بولي او وايي د وزیراعظم نرندره مودي حکومت د هندوستان د سېکولر جمهوريت بنیادونه کمزوري کوي، سېکولر یا داسې حکومتي نظام چې بنیاد یې په مذهب نه وي.
که چېرې پارلېمنټ دغه قانون منظور کړو نو د پاکستان، بنگله دیش او د افغانستان نه د کال ٢٠١۴ د ډسمبر د میاشت څخه وړاندې هندوستان په غیرقانوني توگه ورغلي د هندو، سېک، عیسايي، جېن، پارسي او بدمت مذهب منونکي به د هندوستان د شهریت دپاره اهلیت لري.
د هندوستان حکومت وايي د قانون مقصد دغو ملکونو څخه تلونکو مذهبي اقلیتونو ته تحفظ ورکول دي چې د زورول کېدو نه ځان محفوظ ساتل غواړي.
ناقدین وايي که چیرې د قانون مقصد د اقلیتونو تحفظ دی نو د مسلمانانو نوم پکې ولې نه دی شامل کړی شوی چې د میانمار په رنگ د روهنیگیا مسلمانان پکې زورول کېږي.
د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه دا خبره په کلکه رد کړه چې د سېټزن شپ امنېډمنټ بل قانون کې د مسلمانانو سره تعصب شوی دی.
بهارتیه جنتا پارټي د مجوزه قانون دفاع کړې ده او وايي چې په قانوني مسوده کې د دریو مسلمان هېوادونو ذکر ځکه شوی چې هلته هندوان او سېکان ویرول کېږی.
د حزب اختلاف کانگرس پارټۍ د پارلېمنټ غړي ادهیر رانجن چودهري وویل دغه مجوزه قانون د هندوستان د اقلیت په ضد دی. مسلمانان د هندوستان تر ټولې لوې مذهبي اقلیت دی او گڼي چې د نرندره مودي په حکومت کې د دوی په ضدر مخالفت زیات شوی دی.
بهارتیه جنتا پارټي، بي جی پي، په پارلېمنټ کې اکثریت لري او ښکاري چې دغه مجوره قانون به پارلېمنټ کې منظور کړی شي.