هند : انا هزارى دولږې هړتال ختم کړى

حکومت د طرفه ځنې غوښتنو د منلو ورستو انا هزاری د ولږې احتجاج ختم کړی

دهندي حکومت لخوا دځينو غوښتنوتسليمولو وروستو مشهور ټولنيز غړي انا هزارى داتوار په ورځ خپل د12ؤ ورځو دولږې هړتال ختم کړى.

انا هزارى ته دوؤ جينکو دکوپرې اوبۀ او شهد وړاندې کړل او په دغه مهال دهغه په زرگونو پلويانو دملي بيرغ ځړولو او ملي ترانې دوئيلو ترڅنگ دهند دسرلوړۍ شعارونه ورکول.

هزارې راټولو شوؤ خلکو ته وويل دا ستاسو گټه ده، دا دتيرو ديارلسو ورځو په مهال ستاسو دکار نتيجه ده، انا هزارى وويل دولږې هړتال خو ختموي خو داصلاحاتو په اړه به دخپلو غوښتنو څخه شاتگ نۀ خپلوي.

74 کلن ټولنيز غړي په 16م اگست دولږې هړتال پيل کړى ؤ او دهغه غوښتنه وه چې هندي پارليماني دې دبدعنوانۍ مخنيوي لپاره دهغه دتجويز کړي طاقتور حساب کوونکي يا محتسب دنظام منظوري ورکړي.

دخالي په ورځ دنهوؤ گينټو پورېدروان بحث څخه وروستو پارليمان دانا هزارى دځينو غوښتنو دملاتړ اعلان کولو سره داحتساب دښۀ نظام او حکومتي افسرانو او حکومتي چارواکو په څارنې اتفاق کړى ؤ.

داتوار په ورځ دانا هزارى له لوري دولږې دهړتال ختمولو څخه وړاندې دهغه يو ملگرى راټولو شوؤ خلکو سره ژمنه وکړه چې هغه به ټول عمر نۀ خو رشوت اخلي او نۀ به يې ورکوي.

دولږې داوږهړتال په نتيجه کې دکمزورتيا له امله داتوار په ورځ دانا هزارى روغتون ته دوړلو امکان دى.