په هندي کشمیر کې خبریالان وايي پولیس دوی ځوروي او د مطبوعاتو د ازادۍ مخه نیسي

وزیراعظم نرندره مودي حکومت تېر کال د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې خبریالانو ویلي دې چې کله راهسې هندوستان د کشمیر خپلواکه حېثیت ختم کړی دی پولیس په سیمه کې خبریالان ویروي. خبریالانو غوښتنه وکړه چې دوی ته دې په ازاد ډول د خبرونو ورکولو اجازت ورکړی شي.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د خبریالانو منتخب تنظیم کشمیر پرېس کلب وویل امنیتي ادارې نه یوازې په خبریالانو حملې کوي بلکې دړکې ورکوي او خبریالانو ته د حاضرېدو حکمونه ورکوي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه پرېس کلب وویل پرځای د دې چې په مطبوعاتو پابندۍ ولگوي حکومت ته پکار دي چې د ائین دلاندې د رای ازادي یقیني کړي.

د خالي، شنبې، په ورځ پولیس دوه خبریالان پس له هغې راوغوښتل چې دوی د جمو کشمیر لبرېشن فرنټ نومې گوند د احتجاج د غږ په اړه خبرونه ورکړل. دغه گوند د کشمیر د ازادۍ غوښتنه کوي.

پرېس کلب د پولیس د دغه گام غندنه وکړه. "په کشمیر کې په کمزورو بنیادونو د خبریالانو ویرول او پوښتنې ترې کول" څرگندوي چې مطبوعات په کومو سختو حالاتو کې کار کوي.

پرېس کلب په انټرنېټ د پولیس د قدغنونو او پولیس د څارنې غندنه هم وکړه او ویې وېل پولیس "دا خبره یقیني کړي چې یوازې د حکومت غږ دې واورېدل شي."

د اېسوسي اېټډر پرېس په رپورټ کې د کشمیر پرېس کلب په بیان د هندوستان او یا د هندي کشمیر د حکومت کوم دریځ نه و. د هند حکومت د کشمیر په اړه د خپل گام دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې د دې دلارې په کشمیر د هېواد د نورو برخو برابر شي. هندي چارواکو ویلي په کشمیر کې د مواصلاحاتو په اړه یو شمیر گامونه ختم کړی شوي دي.

ای پي وویل د تېر کال د اگست په میاشت کې د کشمیر خصوصي حېثیت ختمولو وروسته په کشمیر کې صحافت ودریدلی دی او د رپورټ ترمخه، په سیمه کې د مواصلاتي نظام د بندېزو د مطبوعاتو فعالیتونه متاثر شوي دي او د کشمیر مرکزي ښار سري نگر نه چاپ کېدونکي ورځپاڼې په انټرنېټ خپلې گڼې نشې خپرولی.

ای پي وايي غیرملکي خبریالانو ته کشمیر ته د تگ اجازت نه ورکړی کېږي.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رپورټرز ود اوټ بارډرز د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د نړۍ د ١٨٠ هېوادونو په فهرست هندوستان په ١۴٠ درجه ولاړ دی.