اسلام اباد: کلبوشن له مور او مېرمنې سره ولیدل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمدفیصل، وایي د یادیو مېرمنې چیتناکل جادیو او مور اونتا جادیو له هغه سره د میکروفون په وسیله په داسې حال کې خبرې کولې، چې تر منځ یې یوه شیشه لګول شوې وه

پاکستان د جاسوسۍ په تور بندي کلبوشن یادیو ته د دوشنبې په ورځ له خپلې مېرمنې او مور سره د لیدو اجازه ورکړې او ویلي یې دي چې دا کار یې تش د انسانیت په بنیاد کړی دی. یادیو له پاکستاني چارواکو د دې ملاقات مننه کړې.

د یادیو مېرمن او مور د دوشنبې په ورځ په یوه تجارتي الوتکه کې اسلام اباد ته ورسېدل او وروسته یې له هغه سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دفتر کې ولیدل. د دوی د لیدو په وخت د وزارت په دفتر او شاوخوا کې کلک امنیت نیول شوی وو او موبایل ټلیفونونه هم د جېمر په وسیله غیرفعال کړل شوي وو.

کلبوشن یادیو هغه هندی دی، چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ کې له بلوچستان صوبې نیول شوی وو او د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې د پاکستان پوځي عدالت د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمدفیصل، وایي د یادیو مېرمنې چیتناکل جادیو او مور اونتا جادیو له هغه سره د میکروفون په وسیله په داسې حال کې خبرې کولې، چې تر منځ یې یوه شیشه لګول شوې وه. د دوی د ملاقات په وخت د هند د سفارت ډپټي های کمیشنر جې. پي. سینګ هم موجود وو، خو هغه ته اجازه نه وه چې د دوی خبرې واوري یا له یادیو سره خبرې وکړي

کلبوشن یادیو هغه هندی دی، چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ کې له بلوچستان صوبې نیول شوی وو او د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې د پاکستان پوځي عدالت د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم کړ.

د مرګ د سزا په پرېکړه کې عدالت پر یادیو د جاسوسۍ لګېدلی تور سم وګاڼه او ویې ویل چې هغه د هند د سمندري ځواک افسر وو، خو په جعلي اسنادو راغلی وو او د پاکستان په ضد په ترهګرۍ کې یې لاس درلود.

د یونیم کال د بند په موده کې د خپلې کورنۍ له کسانو سره د یادیو دا لومړۍ لیدنه وه، چې وخت یې نیمه ګنټه ټاکل شوی وو، خو د ده په غوښتنه یې ملاقات څلوېښت منټو ته و غزېد. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمدفیصل وایي "دا د دوی وروستی ملاقات نه دی"

هند دا مني چې کلبوشن یادیو یې د سمندري ځواک پخوانی افسر دی، خو پر ده د جاسوسۍ لګېدلی تور بې بنیاده ګڼي او وایي چې هغه د هند له حکومت سره هیڅ تړاو نه لري

پاکستاني چارواکي ټینګار کوي، چې یادیو یې د پوځي عدالت په وړاندې منلې، چې د هند د استخباراتي ادارې له خوا د پاکستان په ضد د پلان جوړولو، جاسوسۍ، ترهګرۍ او ورانکارۍ هدف ورکړل شوی وو.

نوي ډیلي د انصاف له نړیوال عدالت (ای سي جې) څخه په مې میاشت کې وغوښتل، چې اسلام اباد د یادیو له پانسۍ کولو را وګرځوي، ځکه چې وایي ته د سزا اورولو په وخت له سفارتي مرستې انکار شوی وو، چې وایي دا یوه "غیرمنصفانه پرېکړه" ده.

د انصاف نړیوال عدالت (ای سي جې) د یادیو د پانسۍ وروستۍ سزا و ځنډوله، چې د پاکستان په پوځي عدالت کې تر څېړنې لاندې وه. پاکستان په روانه میاشت کې نړیوال عدالت ته په ځواب کې د هند څرګندونې هم رد کړې او یادیو ته له سفارتي مرستو د انکار دفاع یې وکړه، ځکه چې وایي هغه د هند د سمندري ځواک فعال افسر دی او د عدالت د لوړ مقام په وړاندې یې خپل جرمونه منلي دي

محمدفیصل د یادیو او کورنۍ تر ملاقات وروسته رسنیو ته وویل، دوی اجازه ورکوله چې د یادیو مور او مېرمن له رسنیو سره خبرې وکړي، خو هغوی له خبرو انکار وکړ. فیصل وایي یادیو د ملاقات په ویډیو کې له پاکستاني چارواکو مننه کړې، چې ده ته یې له کورنۍ سره د لیدو وخت ورکړ، خو یو ځل یې بیا ومنل، چې د هند د استخباراتي ادارې (RAW) لپاره یې کار کاوه.

یادیو د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه ته هم د بخښنې درخواست ورکړی، چې لا نه دی منل شوی. که د پوځ مشر د ده درخواست رد کړي، نو د قانون له مخې هغه ۹۰ ورځې نورې هم لري، چې د پاکستان ولسمشر ته د بخښنې درخواست ورکړي.