د۱۹ کلنو دکرکټ دنړیوال جام په سیالیو کې بنګله دیش ته په ۱۳۱ منډو د ماتې ورکولو سره د هند لوبډله دسیمې فائنل سیالۍ ته وتلې ده چې له دې وروسته به اوس دهند لوبډله دخپل روایتي غلیم هیواد پاکستان د۱۹ کلنو لوبډلې سره مقابلې ته کوزیږي.
په کوئنز ټاؤن کې په شوې سیالۍ کې د پچې په ګټلو سره د هند لوبډلې لمړی بیټنګ وکړو اؤ ټوله لوبډله یې په ۴۹.۲ اوورنو کې د ۲۶۵ منډو په جوړولو وسوزیده.
شبمان ګل د ۸۶ منډو په جوړؤلو تر ټولو بریالی توپ وهونکی ثابت شو اؤ ابهیشک شرما ۵۰، کپتان پرتهوي شا۴۰ اؤ هروک دیسایي ۳۴ منډې جوړې کړې.
دهند لخوا د ورکړل شوي هدف په ترسره کولو کې دبنګله دیش لوبډله په بشپړ ډول ناکام پاتې شوه اؤ ټوله لوبډله یې په ۱۳۴ منډو وسوزیدله.
India have beaten Bangladesh by 131 runs to clinch the fourth and final spot in the #U19CWC semi-finals!🇦🇺🆚🇦🇫 - 29 Jan @ Hagley Oval🇵🇰🆚🇮🇳 - 30 Jan @ Hagley Oval pic.twitter.com/WlX5zbD1fC
— ICC (@ICC) January 26, 2018
دهند لوبډله کې کملیش نګرکوټي درې اؤ شوام ماوي اؤابهیشک شرما دوه ، دوه وکټې ترلاسه کړي.
ددغه لوبې دګټلو نه وروسته هندي. لوبډله سمیې فائنل ته وتلې ده چې هلته به یې دخپل روایتيغلیم پاکستان دلوبډلې سره مقابله کیږي.
ټاکل شوې ده دسیالیو لمړی سیمي فائنل په راتلونکې ۲۹مه جنورۍ (دوشنبه) د افغانستان اؤ اسټریلیا د لوبډلو ترمینځ کیږي اؤ دوهم سیمي فائنل به د سه شنبې په ورځ د پاکستان اؤ هند د لوبډلو ترمینځ وي.
دغه لوبې د نیوزیلنډ دوختسحر ۱۰بجې اؤ دپاکستان په وخت د شپې دوه نیمې بجې کیږي
د ۱۶ؤ لوبډلو دا سیالۍ به تر دریمې فرورۍ دوام کوي چې پکې لوبډلې په څلورو، څلورو ګروپونو ویشل شوي دي