د هندوستان د پوځ مشر ویلي خپلو کمانډرانو ته يي امر کړی دی که چرې پاکستان د طرفه کشمیر کې ډزې وشوې نو سخت ځواب دې ورته ورکړي.
د گل په ورځ خپلو خبرو کې جنرل بکرم سنگ وویل هندي پوځ به د پاکستان د طرفه د راپاریدونکې گام ځواب کوي.
د بکرم سنگ خبرې په داسې مهال رامنځته شوې چې د پاکستان پوځ ویلي د گل په ورځ د پاکستان او هند پوځي افسران د کشمیر په پونچ سیکټر کې لیده کاته کړې او دې ورستیو ورځو کې د کشمیر په پوله ددواړو هیوادونو په منځ کې د شوؤ نښتو په حقله يي خبرې اترې کړې دي.
پاکستان او هندوستان نښتو کې د خپلو عسکرو د وژل کیدو دعوې کړې دي.
د کال ٢٠٠٣ راهسې کشمیر کې په لائن اف کنټرول پوله د ډزبندۍ ورستو ددواړو هیوادونو په منځ کې په دې ورستۍ ورځو کې سختې نښتې شوې دي.
خو د پاکستان خارجه وزیرې حنا رباني کهر ویلي فکر نه کوي چې په لائن اف کنټرول نښتې د پاکستان او هندوستان په منځ کې روان د امن عمل زیانمن کولی شي.