هندوستان د کېنډې دپاره د ويزې خدمات بحال کړل

د هندوستان او کېنېډې سفارتي تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شول چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو په کېنېډا کې د بېلتون غوښتونکو یو سېک رهنما هردیپ سېنګ نېجار په قتل کې په هند د ککړتیا الزام ولګولو. هندا دا خبره رد کړې او ویلي يې دي چې کېنېډې په دې اړه ثبوتونه نه دي ورکړي

هندوستان د کېنېډې د شهریانو دپاره د ویزو خدمات بحال کړل چې د سېپټمبر په میاشت کې د دواړو ملکونو ترمنځ د تاوتریخوالي په مهال يې ځنډولي وو.

د کېنېډې دپاره د ویزو د بحالولو فېصله په اوټاوا کې د هندوستان های کمېشن (سفارتخانې) د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان کړه.

د دې نه مخکې د هندوستان خارجه ویز اېس جی شنکر ویلي وو چې د کېنېډې دپاره به د ویزو خدمات بحال کړی شي که چېرې کېنېډا هندي سفارتکارانو ته د امنیت د دړکو په معامله ګامونه پورته کړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اوټاوا کې د هندوستان های کمېشن په خپل بیان کې وویل د کېنېډ شهریان هندوستان ته د کاروبار، علاج او په څه کانفرنس کې شرکت دپاره د ويزې خواست کولی شي.

په بیان کې وویل شوو چې د امنیت د صورتحال جاج اخیستل شوی او موندل شوي کېنډې په دې لړ کې پرمختګ کړی دی.

هندوستان دا نه ده واضحه کړې چې سفارتکاران یې د څه قسم دړکو سره مخامخ وو. کېنېډې سفارتکارانو ته د تحظ ورکولو لوظ کړی و.

د هندوستان او کېنېډې سفارتي تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شول چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو په کېنېډا کې د بېلتون غوښتونکو یو سېک رهنما هردیپ سېنګ نېجار په قتل کې په هند د ککړتیا الزام ولګولو. هندا دا خبره رد کړې او ویلي يې دي چې کېنېډې په دې اړه ثبوتونه نه دي ورکړي.