هندوستان د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان ته 2500 ټنه غنم ولېږل.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د هندوستان او پاکستان ترمنځ د معاهدې دلاندې به د هندوستان غنم د پاکستان دلارې افغانستان نه لېږدول کېږي.
د رپورټ ترمخه، د هندوستان خارجه وزارت وویل افغانستان ته غنم وړونکي 50 ټرکونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د هندوستان نه پاکستان ته پوله واوړېدل.د اي پي ترمخه په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي افغانستان ته په غنمو لېږلو د هندوستان شکریه ادا کړه.
ماموندزي په ټویټر خپل پېغام کې وویل د هندوستان د "سخاوت" مننه کوي او هندوستان د افغانستان سره په داسې وخت کې مرسته کوي چې د 20 مېلین نه زیات افغانان د خوراک د بحران سره مخامخ دي او د خوراک کمی د تېرو 30 لسیزو خراب ترینې کچې ته رسېدلی دی.
هندوستان د افغانستان سره د 50000 مېټرک ټنو د غنمو امداد اعلان کړی دی.
ښاغلي ماموندزي وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ د 50 ټرکونو لومړۍ قافله افغانستان ته روانه شوه.ای پي په خپل رپورټ کې وايي د معاهدې ترمخه افغانستان ته غنم وړونکي ټرکونه به د واهګه او اټاري سرحدي پولو دلارې د هندوستان نه پاکستان ته داخلېږي او بیا به په طورخم افغانستان ته اوړي.
ای پي وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان ته د ټرکونو نه روانېدو نه درې میاشتې وړاندې هندوستان د افغانستان سره د غنمو د امداد اعلان کړی و.
ای پي وايي په 2019 کې هندوستان د خپل انتظام دلاندې د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثېت ختم کړو، پاکستان د دغې فېصلې مخالفت وکړو او د دواړو ملکونو ترمنځ د معمول سفارتي اوتجارتي تعلقات وځنډېدل.هندوستان او هم پاکستان په افغانستان د طالبانو واکمنی په رسمیت نه ده پیژندلي او ای پي وايي هندوستان په کابل کې سفارتي موجودګي نه لري خو د امریکايي ځواکونو د انخلا نه مخکۍ هندوستان د افغانستان امنیتي ځواکونو ته تربیت او وسله ورکوله خو په افغانستان کې یې عسکر نه لرل.
یادونه: د دې خبري معلومات او تصویر د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي