هندې چارواکې وائې دوې به تیره هفته د امریکې په یوه هوائي اډه امریکا کې د هند سفیرې د جامه لټون خلاف احتجاج پورته کوي.
د دسمبر د میاشتې په ۴ مه نیټه د هند سفیره میره شنکر د امریکې مسسپې ریاست کې په هوائي اډه باندې جهاز کې سوریدو د پاره په قطار کې ولاړه وه چې د قطار نه اویستلی شوه او امینتي چارواکو په لاسو د هغې د بدن لټون اوکړو.
امریکا کې د هوابازۍ د تحفظ ادارې ټرانسپورټیشن سیفټې ایډمنسټریشن ویئلې میره شنکر ځکه د اضافي لټون سره مخ کړی شوه چې هغې ساړي اغوستی ؤه.
د ټې ایس ای د ضوابطو ترمخه هغه مسافر د اضافي لټون سره مخ کولی شي چا چې درنې جامي اغوستې وي.
د هند د خارجه چارو وزیر ایس ایم کرشنا وئیلې د هندې سفیرې جامه لټون د قبلولو وړ گام نه دی. هغه وئیلې امریکا باید د سفارتکارۍ د پاره پرځائي د قوانینو احترام ووکړي.
ایس ام کرشنا وئیلې هند به د میره شنکر د لټون مسله امریکائې چارواکو ته وړاندې کوي.
ټې ایس ای وئیلې د هندې سفیرې لټون امنیتي پالیسو سره سم گام ؤ.
میره شنکر یو کانفرنس کې د شرکت د پاره مسسپې ته تللې وه.
د هوابازۍ د تحفظ او په هوائي جهازونو د ترهگرۍ حملو مخنیوي د پاره امریکائې چارواکو په هوائي اډو د مسافرو څارنه او لټون سیوا کړی دی.
په هوائي اډو داسې مشینان لگول شوې دي چې د مسافرو د ایکس ری په رنگ تصویرونه اخلي او امنیتي چارواکې په لاسو هم د مسافرو بدنونه لټولی شي چې یقیني کړی چې څوک چاؤدیدونکې مواد خو د ځان سره جهاز ته نه خیژوي.
تیرکال د کرسمس نه یوه ورځ وړاندې امریکائې چارواکو عمر فاروق عبدالامطلب نومې یو تن په دې شک کې نیولی ؤ چې هغه د هالینډ نه د امریکې مشیگن ریاست ته راتلونکې جهاز کې په جامو کې چاؤدیدونکې مواد خیژولې ؤ او د جهاز دننه يي ددې د خلاصولو منصوبه لرله.