هند کې په ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د وژنې په ضد د ډاکټرانو احتجاج دوام لري

په (آر جی کر) مېډېکل کالج او روغتون کې چرته دغه پېښه شوې، د احتجاج کوونکو جونير ډاکټرانو وياند ډاکټر انيکټ مهاتا ويلي، "زمونږ کاربندیز او احتجاج به تر هغې روان وي، څو پورې چې زمونږ غوښتنې نه وي منل شوي"

په هند کې د زرګونو په شمېره کې جونير ډاکټرانو په خپلې همکارې ډاکټرې د جنسي تيري او د هغې د وژنې په ضد پيل کړی احتجاج د ختمولو نه انکار کړی دی او غوښتنه کوي چې د ډاکټرانو دپاره د کار ځای دې خوندي کړی شي او په سمدستي ډول دې ډاکټرې د وژنې پلټنې وشي.

د هند د پوليسو په وينا، په ختيځ کلکته ښار کې په نهم اګست 31 کلنې ټرېني يا تربيت ترلاسه کوونکې ډاکټره باندې جنسي تېری شوی او وژل شوې ده. د دې وروسته ډاکټرانو احتجاج پيل کړی دی، او په روغتونونو کې یې په حادثاتي څانګو کې د ناروغانو د درملنې نه انکار کړی دی.

ويل شوي، د جرم په تور د پوليسو رضا کار نيول شوی دی.

خو په هند کې ښځې فعالانې وايي، ډاکټرې د وژل کېدو پېښه څرګندونه کوي چې په هند کې په ښځو د جنسي تشدد پېښې دوام لري.

په کال 2012م کې په ممبۍ کې په روان بس کې د يوې 23 کلنې زده کوونکې سره ډله ييز جنسي تيری شوی او وژل شوې، او د هغې وروسته سخت قوانين جوړ کړل شوي وو.

حکومت په ډاکټرانو غږ کړی چې بيرته ډيوټۍ/ دندې ته راشي، او يوه کميټي جوړه کړل شوې چې د صحت د کار کوونکو د ساتنې ښه کولو دپاره وړانديزونه وړاندې کړي.

په (آر جی کر) مېډېکل کالج او روغتون کې چرته دغه پېښه شوې، د احتجاج کوونکو جونير ډاکټرانو وياند ډاکټر انيکټ مهاتا ويلي، "زمونږ کاربندیز او احتجاج به تر هغې روان وي، څو پورې چې زمونږ غوښتنې نه وي منل شوي".

ويل شوي، د اتوار په ماښام د جنوبي بنګال رياست د فټ بال دوه کلبونو په زرګونو پلويانو د ډاکټرانو د احتجاج په ملاتړ لاريون کړی او نعرې یې وهلې، مونږ انصاف غواړو.

په اوړيسه ریاست، نوي دهلي او ګجرات کې هم جونير ډاکټرانو ويلي، د دوی احتجاج به روان وي.

د نړیوال مالياتي فنډ مرستيالې مشرې ګيتا ګوپينات د هند (بزنس سټېنډرډ) ورځپاڼې ته ويلي، د کار کوونکو ښځو د شرحې سېوا کولو دپاره د کار ځايونه خوندي کول مهم دي کومه شرحه چې په کال 2022/23 کې 37 فيصده وه.

هغې ویلي،"مونږ د ښځو برخه تر هغې نه شو سېوا کولی څو پورې چې مو د کار په ځايونو کې د دوی دپاره خوندي ماحول نه وي جوړ کړی، دا ډېر مهم کار دی."