د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې پولیس په لسګونو دوکانونو چاپې وهلي او د یو اسلامي عالم کتابونه يې قبضه کړي دي. د سیمې مسلمانانو د پولیس په اقدام د قهرجن ردعمل اظهار کړی دی.
پولیس ویلي تلاشۍ ځکه اخلي چې استخباراتي معلومات ښښي په دوکانونو کې په خفیه ډول د یو کالعدم تنظیم نظريي ته د وده ورکولو مواد خرڅېږي او وېشل کېږي.
پولیس چارواکو د مصنف نوم نه دی اخیستی خو دوکانداران وايي د جماعت اسلامي د باني ابوالاعلا مودودي تصانیف قبضه کې اخیستل کېږي.
په کال ۱۹۴۷ کې برطانيي نه د هند او د پاکستان د ازادۍ وروسته کشمیر د دواړو ملکونو ترمنخ وېشل شوی دی مګر دواړه ملکونه په سیمه د مکمل ملکیت دعوه کوي.
وسله والې ډلې چې د کشمیر ازادي او یا يې د پاکستان سره الحاق غواړي، د لسیزو راهسې د هند خلاف جنګېدلي دي. د شخړې دلاسه په زرګونو کسان وژل شوي دي.
د وزیراعظم نرندره مودي هندو قوم پرست حکومت په کال ۲۰۱۹ کې د هند د انتظام لاندې کشمیر کې په جماعت اسلامي پابندي ولګوله او ګوند يې غېرقانوني تنظیم وټاکلو.
نوي دلي تېر کال په جماعت بندېز تازه کړو او په ګوند يې د هېواد د امنیت، یوالي او د خود مختارۍ په ضد فعالیتونو کې د ککړتیا الزام ولګولو.
په ساده جامو کې پولیس مامورینو د خالي، شنبې، د ورځ نه په سري نګر او بیا د کشمير په نورو ښارونو کې د کتابونو په دوکانونو د چاپو لړۍ شروع کړه او کتابونه يې په قبضه کې واخیستل.
deewa
په سري نګر کې یو کتاب فروش ای اېف پي خبري ادارې ته وویل پولیس د مودودي ټول کتابونه د ځان سره یوړل.
په کشمیر کې د هندي پولیس د چاپو په اړه د پاکستان خارجه دفتر وویل دا مخالفت د چقولو او د مقامي خلک د ویرولو وروستی اقدام دی.
د پاکستان د خارجه وزارت ترجمان شفقت علي خان وویل پکار ده چې د سیمې خلکو ته د خپلې خوښې کتاب د لوستلو ازادي ورکړی شي.
پولیس وايي د کتاب فروشانو د دوکانونو د تلاشۍ مقصد د کالعدم جماعت اسلامي سره د تړل شویو موادو د خپرېدو مخه نیول غواړي.
پولیس په یو بیان کې وویل دا کتابونه د قوانینو خلاف ورزي کوي او د هغه چا خلاف سخت ګامونه اخیستل کېږي چې د ځان سره يې ساتي.
د حماعت اسلامي پلویانو د پولیس په چاپو د غصې اظهار وکړو.
شمیم احمد ټهاکر وویل پولیس چې کوم کتابونه قبضه کړي د ښو اخلاقو او د ښه شهریت درس ورکوي.
د سیمې مشهور عالم عمر فاروق چې د خودمختارۍ حمایت کوي، د پولیس د اقداماتو غندنه يې وکړه او په یو بیان کې يې وویل د اسلامي ادب او د دوکانونه نه د کتابونو قبضه کېدل د هغه په قول د خندا خبره ده.
هغه دې خبرې ته پام وګرځولو چې د ا مواد په انټرنېټ موجود دی. هغه وویل کتابونو د قبضه کولو دلارې په فکر پولیس کښېنول د خندا خبره ده.
ناقدین او د سیمې اوسېدونکي وايي په کال ۲۰۱۹ کې چې د مودي حکومت د هندي کشمیر عبوري
خودمختاري ختمه کړه نو د شهري ازادۍ په حق قدغنونه زیات شوي دي.