دهندي فلمونو هيرو سنجى دت ته دپينځوؤ کلونو دبند سزا

Sanjay dutt

دبهارت سترې محکمې په کال 1993م کې ممبۍ کې ترسره شوؤ چاؤدنو کې دلاس لرنې په تور دهندي فلمونو نوميالي هيرو سنجى دت ته دپينځوؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.
سنجى دت ته دممبۍ چاؤدنو کې د شپږو کالو سزا اورول شوې وه ، خو هغه کال 2007م کې وروستو په ضمانت خوشې کړل شوى ؤ.
دزيارت په ورځ دبهارت سترې محکمې پخپله فيصله کې دسنجى دت سزا دشپږو کلونو څخه پينځوؤ کلونو ته کمه کړې اؤ ورته يې امر کړى دى چې بايد په يوه مياشت کې ځان چارواکو ته وسپاري.
سنجى دت په کال 2006م کې په ممبۍ ترسره شوؤ بريدونو کې ککړو ورانکارو څخه دوسلو په اخستو تورن کړل شوى اؤ ورباندې فردجرم لگول شوى ؤ، په دغه کيس کې هغه 18 مياشتې بند دوړاندې څخه تير کړى ؤ.
دممبۍ په حملو کې چې کوم 100 کسان مجرمان گرځول شوي وؤ، دهغوي دجملې څخه 12ؤ کسانو ته دمرگ اؤ 20ؤ ته دعمري بند سزا هم اورول شوې وه.