د انډونېشیا آبدوز درې ټوټې شوی – دري پنځوس تنه په کې مړه دي

د انډونېشیا یو آبدوز/اوبتل چې په بالي سیند کې ډوب شوی و، په داسې حال کې موندل شوی چې درې ټوټې شوی او په کې سپاره ټوله عمله یې (۵۳ تنه) مړه شوي دي. دا خبره د انډونېشیا پوځ د اتوار/یکشنبې په ورځ وکړه.

د پوځ په وینا، د ابدوز ټوټې د خالي/شنبې په ورځ د یو سونار سکېن آلې په مرسته اته نیم سوه متره د اوبو لاندې، د سیند په تل کې وموندل شول. دا ابدوز څلورڅلوېښت (۴۴) کاله مخکې جوړ شوی و او تېره هفته د شورو/چهارشنبې په ورځ یې چې د ټورپېډو د ویشتلو مشق کاوه، رابطه یې د انډونېشیا له پوځ سره بنده شوه او آبدوز ورک شو.

د انډونېشیا صدر جوکو وېدودو، په دې آبدوز کې د مړه شویو تنانو کورنیو او رشته دارانو ته د غمرازۍ پیغام لېږلی دی.

د ډوب شوي او ټوټه شوي ابدوز تصویر چې د انډونېشیا پوځ خپور کړی دی

تر اوسه د دې ابدوز د ډوبېدو او ورکېدو علت ندی معلوم شوی. د انډونېشیا سمندري ځواکونو مخکې ویلي و چې ښایي د بجلۍ په سیسټم کې څه نقصان پېښ شوی وي او له دې امله ابدوز د اوبو سرته راوتلو کې ناکام شوی اوسي.

د امریکا د سمندري عملیاتو د څانګې مشر کمانډر اډمېرل مایک ګېلډې ویلي چې د انډونېشیایي ابدوز د پېښې خبر، هغه سخت خواشینی کړی دی. هغه پخپل پیغام کې ویلي چې انډونېشیا د امریکا یو ښه ملګری او شریک هېواد دی، او زیاته کړې یې ده: «د دې غمجن نقصان با وجود، زما هیله دا ده چې مونږ به د یو آزاد او پرانېستي انډو-پاسفیک په ملاتړ، خپلو شریکو عملیاتو ته دوام ورکړو.»