د ایران یو اعلا چارواکي د جمعې په ورځ وویل هواد به يې په هر ډول حالاتو کې د لبنان سره ودرېږي.
د ایران د روحاني مشر علي خامنايي مشر علي لاريجاني دا خبره په داسې حال کې وکړه چې امریکا او ځینې نور ملکونه د اسرایل او په لبنان کې مېشته د ایران حمایت یافته حزب الله ترمنځ د ډزبندۍ دپاره کوښښونه کوي.
لاریجاني د جمعې په ورځ د لبنان نګران وزیراعظم نجیب ميقاتي ملاقات وکړو. میقاتي سره د خبرو اترو وروسته لاریجاني صحافیانو ته وویل ایران د لبنان د ولس او د چارواکو ملاتړ کوي.
هغه وویل ایران څه ګډوډول نه بلکې د مسلو هوارول غواړي. هغه حزب الله یو هوښیار تحریک اود لبنان هوښیار قوم وبللو. ایراني چارواکي زیاته کړه حزب او لبنان ته خپله معلومه ده چې ورته د څه قسمه ګام د اخیستلو ضرورت دی.
لاريجاني وویل ایران امید کوي چې صورتحال به زر تر زره بهتر شي او د لبنان په جنوب کې به بې ځایه شوي خلک خپلو کورونه ته ستانه شي. ایران په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې د فلسطيني مسلح ډلې حماس ملاتړ کوي. دواړه تنظیمونه امریکې او ځینو نورو مغربي ملکونو ترهګر ټاکلي دي.
د ایراني مشیر خبرې څرګندوي چې ایران به داسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ حمایت کوي.
لبنان ته د لاریجاني د سفر نه یوه ورځ مخکې د لبنان چارواکو او مطبوعاتو ویلي وو په لبنان کې د امریکې سفیر لیزا جانسن د اسرایل او حزب الله ترمنځ د امن تجویز مسوده د لبنان د پارلېمنټ سپیکر نبي بېري ته وړاندې کړې ده. بېري د سولې په خبرو کې د حزب الله نمایندګي کوي. لاریجاني د بېري سره هم د جمعې په ورځ ملاقات وکړو.
د امن د مجوزه تجویز تفصیلات نه دي ښکاره کړی شوي او په بېروت کې د امریکې سفارتخانې په دې اړه رپورټونه نه خو رد کړي او نه یې تصدیق کړی دی.
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د امن دپاره د کوښښونو ترڅنګ اسرایل د جمعې په ورځ هم په لبنان کې په مختلفو ځایونو کې د حزب الله په ضد حملې وکړې.
د لبنان سرکاري خبري ادارې نېشنل نیوز اېجنسي وویل یو اسرایلي ډرون غبیري نومې علاقه په دوو مزایلو وويشتله او د دې وروسته هوايي پوځ درنه حمله وکړه او د میونېسېپل دفترونو سره یوه وداني يې نسکوره شوه.
مقامي خلکو ته د سیمې نه د انخلا حکم د اسرایلي پوځ ترجمان ایوېکی ادري په اېکس، پخواني ټوېټر، جاري کړی و او د بمبارۍ په اړه يې خبرداری کړی و.
د اسرایل د حملو په وډیوز کې لیدل کېږي کې په هدفو شوو سیمو کې لوګی پورته شي او ودانۍ نسکورې شي. د نورو سیمو ترڅنګ لوی حملې په ضایه او الطونیا علاقو کې وشوې.
د اسرایل دفاعي ځواکونو، ايي ډي اېف، په اېکس خپل بیان کې وویل جنګي جهازونو يې د استخباراتي ادارې په هدایاتو د جمعې په ورځ د حزب الله په هغه هدفونو په دوو څپو کې حملې وکړې چې د ملکي ابادۍ په زړه کې دي.
د بیان ترمخه، په حملو کې د حزب الله د وسلې ګودامونه، مرکزي دفتر او د ترهګرۍ نور بنیادي سهولتونه په هدف شوي دي.
اسرایلي پوځ وویل په تېره ورځ کې يې په لبنان کې په ۱۲۰ هدفونه ویشتې دي چې په د وسلو د ذخیره کولو ځایونه، د کمانډ مرکزونه او د راکټونو لانچرې شاملې وې.
د سېپټمبر د ۲۳ راهسې اسرایل د حزب الله خلاف د هوايي حملې چټک کړي او بیا یې لبنان ته ځمکني عسکر لېږلي دي. د دې نه مخکې د یو کال راهسې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله وسله والو ترمنځ به د اسرایل او د لبنان په سرحدي سیمو کې وخت په وخت جګړې کېدلې.
د لبنان چارواکي وايي د تېر کال د اکتوبر د میاشت راهسې په لبنان کې جنګ دلاسه د ۳۳۸۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
ورلډ بېنک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د جنګ د لاسه لبنان ته د پينځه بېلین ډالرو نه زیات نقصان شوی خو د هېواد د بنیادي اډانې نقصان هم په بېلینونو ډالرو کې دی.