په اسرایل د ایران حمله د غندلو په سر تهران جرمني او اسټریا ته احتجاج کړی

د اسرایل د دفاع نظام ایرن ډوم د ایران د زیاتره مزایلو لاره ونیوله

ایران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جرمني او د اسټریا سفیران خارجه وزارت ته د احتجاج دپاره را وغوښتل. دواړو ملکونو په اسرایل د ایران د بېلېسټېک مزایلو حمله غندلې ده.

د ایران د سرکاري خبري ادارې ایرنا د رپورټ ترمخه د ایران د احتجاج نه مخکې جرمني او اسټریا په اسرایل د حملې په سر احتجاج دپاره د ایران سفیران طلب کړي وو.

ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایل په قریباً ۲۰۰ مزایلو وویشتلو.

د ایران خارجه وزارت په یو بیان کې وویل "جارحانه صېهوني رژیم ته سزا" ورکولو دپاره په اسرایل حمله قانوني، ذمه وارانه او موثره جواب و.

د اسرایل وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو په اسرایل حمله د ایران غلطي بللې او لوظ یې کړی چې بدل به اخلي.

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي په اسرایل حمله يې د حزب الله د مشر حسن نصرالله، د ایران د القدس ځواک د کمانډر عباس نیلوفروشیان او د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د وژنو په بدل کې کړې ده.

په اسرایل د ایران د حملې په نړیواله کچه غندنه شوې ده.

هم د زیارت، پنجشنې، په ورځ د ایران د خارجه وزارت ترجمان اسماعیل بقايي د اووه صنعتي ملکونو تنظیم جي سېون غندنه وکړه چې په اسرایل یې د ایران د حملې مخالفت کړی دی.

بقايي د جي سېون دریځ متعصبانه او غېر ذمه وارانه وبللو.

امریکې د فرانس، جرمني، ایټلي او برتانیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د G7 له مشرانو سره خبرې کړې دي چې په اسرایل باندې د ایران برید ته د اسرایل له خوا د مربوط جواب ورکولو په اړه خبرې وکړي.

سپینې ماڼۍ د اکتوبر پر دویمه په په یوه لنډ بیان کې ویلي، د جي-7 مشرانو "په زغرده د اسرایل خلاف د ایران برید غندلی" او صدر بایډن "له اسرایل او خلکو سره د امریکې د بشپړ یووالي او ملاتړ" خبره تکرار کره.
بقايي په ایران د نورو بندیزونو په اړه د جي سېون غندنه وکړه.