د ایران پخواني صدر علي اکبر هاشمي رفسنجاني ساه ورکړه

رفسنجاني په کال ١٩٧٩ کې راغلي د ایران د اسلامي انقلاب په مشرانو کې شامل او د انقلاب د مشر ایت الله روح الله خمیني معاون وو

د ایران پخواني صدر علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ٨٢ کلونو په عمر کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د زړه د دورې له قبله ساه ورکړه.

رفسنجاني د ١٩٨٩ څخه تر د کال ١٩٩٧ صدر پاتې شوی وو او په موجوده وخت کې د ایران د مجمع تشخیص مصلحت نظام په نوم د یوې حکومتي ادارې مشر وو. دغه اداره د ایران تر ټولو لوې روحاني مشر ایت الله علي خامنايي مشاورت کوي.

رفسنجاني په کال ١٩٧٩ کې راغلي د ایران د اسلامي انقلاب په مشرانو کې شامل او د انقلاب د مشر ایت الله روح الله خمیني معاون وو.

په خپل ورستي وخت کې رفسنجاني په ایران کې د متعدله سیاسي عناصرو او د اصلاحات پلوه فکر مشر و که څه هم اوس د اصلاحاتو دغه تحریک قوت دلاسه ورکړی او څنگ ته کړی شوی دی.

د ایران یو سیاسي څیړونکې فرشاد غوربنپور د رفسنجاني د مرگ په اړه نیویارک ټایمز ورځ پاڼې ته وویل که څه هم رفسنجاني سیاسي قدرت نه لرلو خو د گڼ شمیر اصلاح پلوه خلکو دپاره هغه د امید رڼا وه.

په علي اکبر هاشمي رفسنجاني باندې د دولت راجمع کولو شک هم کیږي.

د ایران د سرکاري خبري ادارې تر مخه د اتوار، یکشنبې، په ورځ په رفسنجاني د زړه دوره راغله، هسپتال ته یوړلی شو او هلته يي ساه ورکړه.