د ایران نوي صدر اصلاح غوښتونکي سیاستوال او د زړه سرجن ډاکټر مسعود پزشکیان پرون د خپلې چوکۍ سوګند وکړ او ژمنه یې وکړه چې حکومت به یې د لانجمن ایټمي پروګرام له امله پر تهران د لویدیځ د لګېدلیو اقتصادي بندیزونو د ختمولو هڅه کوي.
پیزشکیان د جولای پر 30مه د ایران په سر ښار تهران کې په مرکزي پارلمان کې د لوړې یا سوګند له مراسمو وروسته وینا وکړه او ویې ویل چې له نړۍ سره د اقتصادي اړیکو عادي کول د ایران یو منل شوی حق دی:
"زه به د جابرانه بنديزونو د لرې کولو هڅې ونه دروم، زه د راتلونکي په اړه خوشبین یم، د ایران پر ملت فشارونه او بندیزونه کار نه کوي."
د پزشکیان د سوګند په مراسمو کې تر 70 د زیاتو هیوادونو استازو او د ایټمي خبرو اترو د یورپي اتحاد کوارډینېټر اینریک مورا هم ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د حماس مشر اسماعیل هنیه او د اسلامي جهاد د مشر زیاد النخلیه په ګډون د ایران متحدینو فلسطیني وسلوالو ډلو مشرانو هم ګډون کړی وو.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د یکشنبې- اتوار په ورځ په رسمي توګه د صدر پزشکیان ملاتړ وکړ او له هغه یې وغوښتل ګاونډیو، افریقايي، اېشیایي او هغو هیوادونو ته دې لومړیتوب ورکړي چې د تهران د بهرنیو اړیکو په پالیسیو کې یې د ایران "ملاتړ او مرسته" کړې ده.
پزشکیان اوږده موده د ایران د پارلمان غړی وو او د جولای صدارتي ټاکنې یې وګټلې، دا ټاکنې تر ټاکلي وخت مخکې ځکه وشوې چې د ایران مخکینی صدر ابراهیم رییسي په مې میاشت کې د هیلیکاپټر د لوېدو په پېښه کې ووژل شو.
نوی ټاکل شوی صدر دوې اوونۍ وخت لري چې پارلمان ته د باور رایې تر لاسه کولو لپاره خپله کابینه جوړه کړي.
پزشکیان په خپله وینا کې د فلسطینیانو په ملاتړ خبرې وکړې او ویې ویل ایران د داسې نړۍ غوښتنه کوي چې پکې د هیڅ فلسطیني ماشوم خوبونه د خپل کور تر خاورو لاندې نه وي:
"موږ د داسې نړۍ په لټه کې یو چې د فلسطین ویاړلي خلک له قبضې، ظلم، زندان او نسل وژنې خلاص شي".
پر ایران باندې د لوېدیځ بندیزونو د تهران د تېلو مهم برآمدات زیانمن کړي، په نړیوال بېنکي نیټورک کې یې راکړه ورکړه بنده کړې او افراطِ زر یا ګراني شاوخوا 40 ته رسېدلې ده.
کله چې ایران د نړۍ له سترو طاقتونو سره تاریخي ایټمي تړون لاسلیک کړ، هغه وخت د ایران ریال د ډالرو په مقابل کې په 32,000 وو. پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په 2018م کال کې په یو اړخیزه توګه امریکا د ایران له ایټمي تړونه وایستله.
ایران د صدر بایډن له حکومت سره بیرته په دې تړون کې د شاملېدو په اړه نامخامخ خبرې کړې دي، خو د امریکې له خوا د ایټمي پروګرام د محدودولو او د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په اړه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی.
ایران بیا بیا ټینګار کړی چې ایټمي پروګرام یې سوله ییز دی او ایټمي وسلې نه بلکې د بجلۍ د پیداوار او د سرطان یا کېنسر د ناروغانو د علاج لپاره رېډیو آیسوټوپس جوړوي.
ایران په غزه پټۍ کې د اسرایل او حماس د روانې جګړې له امله چېلنج کړی شوی او لوېدیځ اندېښنه لري چې تهران نیزدې د وسلو جوړولو تر کچې کچې پورې خپل یورېنیم غني کوي او وایي که وغواړي څو ایټمي وسلې به جوړې کړي.