په ایران کې د نوبل جایزه ګټونکې نرګس محمدي لپاره کمپاین کوونکې یوه ډله وايي، ایراني چارواکو د مېرمن محمدي بند سزا شپږ میاشتې نوره غزولې ده.
د اې پي خبري ایجنسۍ د رپوټ له مخې، د «نرګس ازده کړئ» په نوم ډلې د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه بیان کې ویلي، نرګس محمدي ته د اکتوبر پر 19مه د "له حکمونو د سرغړونې او مزاحمت کولو" په تور شپږ میاشتې نوره اضافي سزا واورل شوه.
د «فري نرګس کولېشن» ډلې د بیان له مخې، پر مېرمن محمدي دا تور د اګست په شپږمه د «اوین زندان» د ښځو په څانګه کې د یوه بل سیاسي بندي د مرګ د سزا پر ضد له احتجاج وروسته ولګول شو.
نرګس محمدي ته په 2023 کال کې د نوبل د امن جایزه ورکړل شوه. د نوبل کمېټې هغه وخت ویلي وو، مېرمن محمدي ته دا جایزه په ایران کې د ښځو د ځپل کېدو خلاف د مبارزې او د ټولو لپاره د بشري حقونو او ازادۍ غوښتلو له امله ورکړل شوې ده.
نرګس محمدي 19مه ښځه ده چې د نوبل د امن جایزه یې ګټلې او دویمه ایرانۍ ښځه ده چې دا جایزه یې ګټلې ده. تر دې مخکې په 2003م کال کې د بشري حقونو فعالې شیرین عبادي د نوبل امن جایزه ګټلې وه.
52 کلنه محمدي له 1998م کال راهیسې د بشري حقونو خصوصاً د ښځو د حقونو پر سر څو واره ایراني چارواکو نیولې او کلونه کلونه یې په بند کې تېر کړي دي، خو له دې سره سره هغې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړی دی.
نرګس محمدي د ایران په بدنامه اوین زندان کې ساتل کیږي، چېرې چې ډېری سیاسي بندیان او هغه بندیان موجود دي چې ورباندې له لویدیځ سره د ایران خلاف د اړیکو تور لګېدلی دی.
نرګس ته لومړی 30 میاشتو بند سزا اورول شوې وه، خو د روان کال په جنورۍ میاشت کې 15 میاشتې نوره هم وغزول شوه. د ایران حکومت دا نه ده منلې چې هغې ته دې اضافي سزا ورکړل شوې وي.
د بې پولې خبریالانو د رپوټ له مخې، د نرګس محمدي اوسنۍ سزا د 2021م کال په نومبر میاشت کې پیل پیل شوې ده.
وروسته د 2022 کال په جنورۍ او اکتوبر کې هم او د روان 2024م کال په جنورۍ، جون او اکتوبر کې هم د هغې په ضد نورې مقدمې شاملې شوې او اوس ورته په مجموعي توګه د 13 کاله او نهه میاشتې د بند سزا اورول شوې ده.
له دې سره سره هغې ته د 154 دُورو سزا هم په دې تور اورول شوې ده، چې وایي د ایراني ریاست پر ضد په پروپیګنډه او د ملي امنیت پر ضد په کار کولو کې یې لاس درلود.
«فري نرګس کولېشن» په خپل بیان کې د نرګس محمدي د بې شرطه خوشي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د اوږده بند په موده کې د هغې روغتیا خرابه شوې او د زړه په ناروغۍ اخته ده.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.