رپورټ: ایران په پاکستان کې د جېش العدل نومې وسله والې ډلې دوه مرکزونه په مزایلو تباه کړي

د رپورټ ترمخه، په تېرو وختونو کې جېش العادل د پاکستان سره په پوله د ایران په سرحدي سیمو کې په ایراني ځواکونو د حملو ذمه وارۍ منلې دي

ایران د نهې، سه شنبې، په ورځ په پاکستان کې د جېش العدل وسله والې ډلې دوه مرکزونه په مزایلو تباه کړل.

روېټرز خبري ادارې دغه خبر د ایران د حکومتي مطبوعاتو له قوله ورکړی دی.

د رپورټ ترمخه، په تېرو وختونو کې جېش العدل د پاکستان سره په پوله د ایران په سرحدي سیمو کې په ایراني ځواکونو د حملو ذمه وارۍ منلې دي.

د بلوچستان په پنجګور سیمه کې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته د حملې تصدیق وکړو.د حملې تصدیق وکړو او د پاکستان خارجه وزارت وویل په دې اړه به زر بیان جاري کوي.

په پاکستان کې د مبینه حملې نه یوه ورځ وړاندې ایران په عراق کې حملو خبره کړې وه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د عراق د کردستان خودمختاره سیمې په سرښار اربیل کې د امریکا قونصلګرۍ ته نږدې د میزائیلو چاودنې وشوې او د هغه نه سمدستي وروسته، ایران اعلان وکړ چې په عراق کې یې ځیني اهداف په نّخښه کړي دي.

د عراق د کردستان انتظامیې سیکوریټي کونسل په یو بیان کې ویلي چې په دې حملو کې څلور (۴) اولسي خلک وژل شوي او شپږ (۶) نور زخمیان شوي دي.

د ایران انقلابي دستې – سپاه پاسداران – ویلي دي چې په دې حملو کې یې "د جاسوسۍ مرکزونه او د ایران ضد ترهګرو ډلو اجلاسونه" په نښه کړي دي.

د عراق یو امنیتي افسر ویلي چې په اربیل باندې د څو بالسټیکي میزائیلو حمله شوې ده، خو هغه نور تفصیل ورنکړ. په عراق کې د ایران د حمایت لاندې عراقي ملېشو یو چارواکي ویلي چې د امریکا قونصلګرۍ ته نږدې لس (۱۰) میزائیله راغورځېدلي چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک لخوا داغل شوي و. دغو دواړو چارواکو وغوښتل چې نوم یې په خبر کې پټ وساتل شي.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي، چې هغه هم د خپل نوم پټ ساتلو په شرط اېسوشیټډ پرس سره خبرې کړي، ویلي دي چې امریکا د عراق او شام په شمالي علاقو کې د دغو میزائیلو د راتګ لارې څارلي او په دې بریدونو کې د امریکا هیڅ تنصیباتو باندې حمله نده شوې او نقصان ندی ور رسېدلی.