تهران کې د یوکراین مسافري جهاز حادثې ورسته ایران کې احتجاجونه شوي

د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو لخوا په غلطۍ سره د یوکراین مسافري جهاز راغورځولو وروسته د خالي/شنبې په ورځ د دغه هیواد په یو شمېر ښارونو کې په سلګونو ایرانیانو احتجاجونه کړي. په جهاز کې سواره ټول ۱۷۶ کسان وژلی شوي دي.

تهران کې د شریف یونیورسټۍ طالبعلمان د "ریفرینډم زمونږ د اولس د خلاصي لارده" چغې وهي.

Your browser doesn’t support HTML5

شریف یونیورسټۍ

دغه احتجاجونه د تهران پورې محدود نه وو. د ایران په شمالي ښار رشت کې خلکو د ملک روحاني مشر آیت الله علي خامناي او د هغه ملګري "بې شرمه" بللي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ایران په رشت ښار کې احتجاج کوونکي

تهران کې د امیر کبیر یونیورسټۍ سره نزدې د احتجاجونو مخنیوي لپاره پولیس پرځای کړل شوي.

Your browser doesn’t support HTML5

امیر کبیر یونیورسټۍ

د احتجاج کوونکو ویډیوګانې ښاي چې د تهران امیرکبیرپولیټیکنیک یونیورسټۍ سره نزدې مظاهره چیان د "آمر مرد اباد" چغې وهي او د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامناي ته غدار وايي.

د امیرکبیریونیورسټۍ سره نزدې پولیسو په احتجاج کوونکو باندې اوښکې بیونکې ګیسونه استعمال کړي

Your browser doesn’t support HTML5

امیرکبیریونیورسټۍ سره نزدې پولیسو په احتجاج کوونکو باندې اوښکې بیونکې ګیسونه استعمال کړي

د ایران فلمونه جوړوونکي جعفر پناهي په انسټاګرام پاڼه باندې خپره کړی شوې ویډیو کې ښکاري چې پولیسو تهران کې د امیر کبیر یونیورسټۍ سره نزدې په احتجاج کوونکو باندې اوښکې بیوونکي ګیسونه ګوزار کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

امیر کبیر یونیورسټۍ

تهران کې د شریف یونیورسټۍ سره نزدې احتجاج کوونکي چغې وهي، "‏زمونږ مشر ناخبره او د شرم باعث دی".

Your browser doesn’t support HTML5

شریف یونیورسټي، تهران

د امریکا غږ په خپلواکه توگه دغه ویدیوگانې نشي تائیدولای.