عراقي ځواکونو فلوجه ښار دداعش نه بیرته ونیولو

د تیرو هفتو راهسې د امریکايي استخباراتي مامورینو وینا وه چې په چټکتیا د راپورته کیدو ورسته په وړمبي ځل داعش په خپل کمزور ترین پړاؤ ولاړ دی

د یوې میاشتې د کاروايي ورسته، عراقي ځواکونو د عراق فلوجه ښار د داعش نه بیرته نیولی دی. دا خبره یو لوړ رتبه عراقي چارواکې کړې ده.

لیفټیننټ جنرل عبدالاوهاب السعدي د اتوار، یک شنبې، په ورځ وویل فلوجه په مکمله توگه ازاد کړی شوی دی او دداعش په ولقه د ښار اخیرۍ برخه جولان هم بیرته اخیستل شوي ده.

د عراق وزیراعظم حیدر العبدادي د جمعې په ورځ ویلي وو داعش ته به ماتی ورکړی کیږي.

په فلوجه کې د جگړې له امله د ښار خلک په نورو ځایونو کې په پناه اخیستلو مجبور شوي وو او د کډوالو په کیمپونو کې د ځايي د نشت والي په وجه اکثر خلک د شین اسمان د لاندې پاتې کیدل.

د تیرو هفتو راهسې د امریکايي استخباراتي مامورینو وینا وه چې په چټکتیا د راپورته کیدو ورسته په وړمبي ځل داعش په خپل کمزور ترین پړاؤ ولاړ دی.

په داعش د فشار په اړه صدر براک اوباما تیره هفته ویلي وو چې داعش دا وخت د وړاندې په مقابله کې د زیات فشار سره مخامخ دی او د ډلې گڼ شمیر مشران وژل شوي دي.

صدر اوباما وویل د داعش ١٢٠ مشران او کمانډران وژل شوي دي او په عراق کې ډله د پسپايي سره مخامخ ده.

تجزیه کار وايي که څه هم داعش ته په لویه کچه تلافات رسول شوي دي خو دا ډله بیا هم ژوندۍ پاتې کیدی شي.