پېښور سره نزدې د پاکستان استخباراتي ادارې آېې اېس آېې په ګاډي ډزې شوي

د پاکستان د استخباراتي ادارې آيي اېس آيي په يو ګاډي د پېښور سره نزدې د چمکنو په سيمه کې ډزې شوي چې له امله يي دوه کسان ژوبل شوي.

د پېښور د پوليسو د عملياتو د څانګې مشر جاوېد اقبال مطبوعاتو ته ويلي، د نهې په ورځ ماښام ۷:۳۰ بجې د آيي اېس آيي يو ګاډی روان وو چې دوه په موټرساېکل سوارو نامعلومه وسله والو پرې ډزې اوکړې .

پوليس چارواکي ووېل دغه ګاډی بلټ پروف وو، ګوليو پرې اثر او نه کړو، او پکې دننه ناست کسان بچ شول، خو د ګاډي په بهرني کېبن کې ناست دوه کسان پکې سخت ژوبل شوي دي چې د علاج لپاره پوځي هسپتال يا سي اېم اېچ ته وړل شوي.

مطبوعات وايي وسله وال چې ورسره کلاشنکوفونه وو د پېښې له ځايه په تېښته کې بريالي شوي دي، پوليسو د پېښې وروسته ټوله سيمه کې ځاې په ځآې ناکې لګولي او امنيت يي ټينګ کړی.

پاکستان کې ترهګر اکثره په خپلو بريدونو کې امنيتي عسکر په نخښه کوي او په استخباراتي ادارې اېي اېس ايي دغه ډول بريدونه کم ليدل شوي.د پاکستان امنيتي ادارې په هېواد کې د کوټلي امن دعوې کوي خو په امنيتي ادارو داسې بريدونه په دغو دعوو پښتنې راپورته کوي.