په امريکا کې دپاکستان پخواني سفير حسين حقاني انديښنه څرگنده کړې چې که چرې هغه دوزيرعظم سيد يوسف رضا گيلاني دسرکاري کور څخه بهر قدم کيښودو نو وبه وژلى شي.
برطانوي اخبار ټيلي گراف سره يوه مرکه پخواني سفير وويل چې د پاکستان طاقتورو حلقو هغه غداره او دواشنگټن خدمتگار گرځولى ځکه نو دى ويريږي د خپل وژل شوي خوږ ملگري پنجاب دپخواني گورنر سلمان تاثير پشان به دى هم ووژل شي.
ورځپاڼه ليکي چې د حسين حقاني اشاره په ظاهره د پاکستان طاقتورې خفيه ايجنسۍ ائي ايس ائي لوري ته وه.
دپاکستان حکومت حسين حقاني څخه دتير کال په وروستو کې دهاغو تورونو څخه وروستو استعفي اخستې وه چې ترمخه به يې دپاکستان دپوځي قيادت برطرفۍ لپاره دپاکستان په موجوده صدر اصف علي زرداري پسې منسوب لانجمن خط په خفيه توگه دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن ته دحسين حقاني په ذريعه دپاکستاني نژاده امريکائي کاروباري شخصيت منصور اعجاز په لاسونو ليږل شوى ؤ.
حسين حقاني دغه تورونه رد کړي خو هغه څخه ددې باوجود وطن ته دغوښتل کيدو وروستو استعفي واخستل شوه ، اوس مهال دپاکستان دسپريم کورټ لخوا جوړ شوى يو عدالتي کميشن ددغه ميمو اسکينډل پلټنې کوي، دپخواني سفير ناقدين په هغه امريکا سره دسازباز کولو سره دهيواد خپلواکۍ او سلامتۍ په داؤ دلگولو تورونه لگوي.
حسين حقاني برطانوي ورځپاڼې سره مرکه کې وويل دهغه په ضد لگول شوي تورونه بې اساسه او دصدراصف عليزرداري دحکومت په ضد دنفسياتي جگړې برخه ده کوم چې ځينو طاقتورو حلقو شروع کړي دي.
دهغه په قول وزيراعظم هاؤس کې دايسارتيا په مهال هغه په سختو حفاظتي انتظاماتو کې درې ځله بهر وتلى ، هغه وائي زۀ دوزيراعظم گيلاني ميلمه يم، دهغه سره زما اوږدمهاله سياسي وابستگي ده، زما په ضد چې کوم هسټريا پيدا کړل شوى دهغه په نظر کې نيولو دسلامتۍ انديښنې ښکاره دي او په وزيراعظم هاؤس کې ايسارتيا زما لپاره تر ټولو محفوظه لاره ده.
حسين حقاني وئيلي دي چې دهغه ملگرى سلمان تاثير هم خپل يو محافظ وژلى ؤ ځکه چې دميډيا په ذريعه هغه ته معلومه شوې وه گورنر مرتد گرځول شوى، زۀ هم په ميډيا کې غدار او دامريکا خوشحالونکى گرځولى شم چې په واضحه توگه يې دځينو طاقتورو حلقو له لوري ډاډگيرنه کولى شي اؤ په قانوني توگه په ما کوم فردجرم هم نۀ دى لگول شوى.
هغه وويل يو ځل دخپل وکيل سره ليدلو لپاره سپريم کورټ، په دوهم ځل دايبټ اباد کميشن په وړاندې دپيش کيدو ترڅنگ په دريم ځل په غاښ کې درد محسوسيدو وروستو ډاکټر له تللى ؤم خو په دغو دريواړو موقعو هغه ته غيرمعمولي تحفظ ورکړل شو.
هغه وائي که چرې ضرورت پيښ شي نو دميمو پلټنې کوونکې کميشن په وړاندې به هم پيش شم، خو زۀ پخپله هم دا هر څه نۀ غواړم او دازادۍ سره په ريستوران يا دخپلې کورنۍ سره ليدلو ته ليواله يم، حسين حقاني وويل وزيراعظم گيلاني او صدر زرداري دهغه بشپړ ملاتړ کړى او هغه ته يې داوږه په اوږه داودريدو باور ورکړى.
اسلام اباد : حسين حقاني وائي کۀ د وزيراعظم هاؤس نه ووتم نو وبه وژلى شم
برتانوي اخبار ټيلي گراف سره يوه مرکه پخواني سفير وويل چې د پاکستان طاقتورو حلقو هغه غداره او دواشنگټن خدمتگار گرځولى ځکه نو دى ويريږي د خپل وژل شوي خوږ ملگري پنجاب دپخواني گورنر سلمان تاثير پشان به دى هم ووژل شي