اسلام اباد : مزار باندې چاؤدنه کې ۵۴ کسان ژوبل شوي

چاؤدنه د پيرچن بادشاه په مزار د عرس په مهال شوې ، او په دغه موقع نزدې دوه کسان په مزار کې موجود وو .


د پاکستان پايه تحت اسلام اباد په لرې پرته سيمه شهزاد ټاؤن کې يو مزار کې بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې لږ تر لږه ۵۴ کسان ژوبل شوي دي .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د جمعې په شپه دغه چاؤدنه د شهزاد ټاؤن تهاڼې په پنډوريا علاقه کې په داسې مهال شوې ، چې د پيرچن بادشاه په مزار عرس روان ؤ .
د چاؤدنې په نتيجه کې ژوبل کسان د اسلام اباد پمز ، پولي کلينک او بېنظير روغتون ته رسول شوي ، او د روغتون چارواکو وئيلي په ژوبلو کې اووه کسان په مرگوني حالت کې دي .
راپورونه وايي پمز روغتون ته ۳۴ ، بينظير ته نهه او پولي کلينک روغتون ته ۱۱ ژوبل کسان وړل شوي دي .
د راپورونو ترمخه چاؤدنه د پيرچن بادشاه په مزار د عرس په مهال شوې ، او په دغه موقع نزدې دوه کسان په مزار کې موجود وو .
د اسلام اباد چيف کمشنر جواد پال وئيلي د چاؤدنې علت نه دی مالوم شوی ، خو داسې ښکاري چې چاؤدېدونکي مواد په مزار کې دننه په ونه کې اېښودل شوي او په ريموټ ډزول شوي دي .
د اسلام اباد د پوليسو وياند ترمخه د پېښې وروستو د پايه تحت په داخلي او خارجي لارو کلک امنيتي گامونه پورته کړی شوي دي . د نوموړي په وينا پوليس ، رينجرو او پوځي کمانډوزو د چاؤدنې علاقه په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات يي پېل کړي دي .