اسرایل له حماس سره د ډزبندۍ په تړون رضا شو او نن به یې منظوري ورکړي

د اسرايل وزيراعظم بنيامين نتنياهو ويلي، له حماس سره د يرغمل شويو کسانو د را خوشي کېدو په اړه تړون ته رسېدلي دي او له دې سره په غزه کې له تېرو پینځلسو مياشتنو د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډزبندۍ په په مخ کې خنډونه لرې شول.

د وزیراعظم نتنیاهو دفتر د جمعې په سهار په یوه بیان کې وویل، نتنیاهو ته د خپل حکومت "مذاکراتي ډلې خبر ورکړی وو" چې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره یې له حماس ډلې سره "تړون شوی دی".

د وزیراعظم نتنیاهو سیاسي او امنیتي کابینې د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د دې تړون په ملاتړ رایې اچولې دي او ټاکل شوې ده چې د ورځې په پای کې به د دې تړون منظوري ورکړي.

که د اسرایل کابینه دغه تړون منظور کړي، د ډزبندۍ د تړون له مخې د یرغمل شویو کسانو د راستنېدو او د اسرایلو په زندانونو کې د بندیانو د خوشي کېدو لړۍ به د راتلونکې یکشنبې- اتوار په ورځ پیل شي.

تر دې وړاندې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ډزبندۍ د تړون له مخکیني اعلان وروسته د اسرایل وزیراعظم نتنیاهو په حماس تور لګولی وو چې د تړون له ځینو ټکو په شا کیږي.

د اسراییل د ملي امنیت وزیر اتمر بینګ ګویر خبرداری ورکړی چې که د ډزبندۍ د تړون منظوري ورکړل شي نو هغه به له خپلې دندې استعفا ورکړي. هغه په یوه ټیلیویژني وینا کې وویل، دا یو "بې پروا" تړون دی او "د جګړې لاسته راوړنې به په اوبو لاهو کړي".

بلې خواته د حماس ډلې یو مشر عزت الرشق د جمعې په ورځ د نتنیاهو هغه دعوه رد کړه چې ګواکې تنظیم یې له تړونه پر شا شوی دی. د هغه په وينا حماس د منځګړو له خوا اعلان شوي "د ډزبندۍ تړون ته پرعزمه ده".

امريکې، قطر او مصر د اسرايل او حماس تر منځ د ډزبندۍ لپاره د منځګړتوب رول تر سره کړی او د چارشنبې- شورو په ورځ د قطر وزیراعظم او د امریکې صدر جوبایډن یې جلا جلا اعلان وکړ.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، دی هیله من دی چې په غزې کې د ډزبندۍ او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه تړون به د یکشنبې- اتوار په ورځ عملي شي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ د تړون له اعلانه وروسته هم اسرایلي ځواکونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په بېلابېلو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه 77 کسان وژل شوي دي.

د ډزبندۍ لومړی پړاو به د یکشنبې- اتوار په ورځ پیلېږي چې شپږ اوونۍ به دوام وکړي او په دې موده کې به حماس د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ټپیانو په ګډون 33 تنه یرغمل خوشي کړي.

په بدل کې به یې د اسرایل په زندانونو کې په سلګونو فلسطینیان خوشي کړی شي او غزې ته به بشري مرستې زیاتې شي.

په دویم پړاو کې به په بشپړه توګه د جګړې د پای ته رسولو، له غزې څخه د اسرايلي پوځ د بشپړ وتلو او د پاته يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو پر مسايلو خبرې اترې وشي.

د تړون له مخې به په دریم او وروستي پړاو کې د ویجاړې شوې غزې پټۍ د بیارغونې او هلته د حکومت او امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې کیږي.

یادونه:- په رپوټ کې شامل معلومات اې پي، رویټرز او اې ایف پي څخه اخیستل شوي.