غزه کې تړون ته په نیزدې کېدو اسرایل او حماس پر یو بل د ډزبندۍ د هڅو پېچلي کولو تور لګولی

اسرایل او حماس په غزه کې د ډزبندۍ تړون ته نیزدې شوي دي چې د دواړو تر منځ د 14 میاشتنۍ جګړې د ختمېدو سبب کېدای شي، خو د چارشنبې- شورو په ورځ یې پر یو بل باندې د ډزبندۍ د هڅو د پېچلي کولو او خنډونو پېښولو تورونه ولګول.

په تېر شاوخوا یوه کال کې د خبرو اترو د هڅو په نسبت اسرایل او حماس دواړه په خبرو اترو کې یو تړون ته نیزدې شوي ښکاري چې په بنیاد به یې په غزه کې لسګونه یرغمل شوي کسان خوشي شي، خو پر یو بل د خبرو د ځنډ تورونو مذاکرات بیا له ناکامۍ سره مخ کړي.

په خبرو کې برخه لرونکي کسان وايي، که څه هم اسرایل او حماس هیله څرګنده کړې چې تړون ته د رسېدو په برخه کې پرمختګ شوی، خو وایي له فلسطیني بندیانو سره د یرغمل شویو کسانو د تبادلې او له غزې د اسرایلي پوځیانو د وتلو لانجمن ټکي پر ځای پاته دي.

حماس د چارشنبې- شورو په ورځ پر اسرایل تور ولګاوه چې له غزې د وتلو، د بندیانو د تبادلې او خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو خلکو د بیرته ستېدو په اړه یې نوي شرطونه وړاندې کړي، حماس وایي دې نويو شرطونو تړون ځنډولی دی.

د اسرایل حکومت هم د چارشنبې- شورو په ورځ په تور لګولو سره ویلي، حماس ډله له هغو خبرو پر شا شوې ده چې دوی پرې مخکې لا متفق شوي دي، خو دواړو اړخونو ویلي چې خبرې اترې یې لا روانې دي.

د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو له دفتره په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، "حماس ترهګر تنظیم یو ځل بیا درواغ وايي، له هغو جوړجاړیو سرغړونه کوي چې له مخکې فیصله شوي دي او په خبرو اترو کې نوي خنډونه جوړوي".

د اسرایل په مذاکرات کوونکي ټیم کې د دې هیواد د استخباراتو او پوځ غړي شامل دي او دوی یوه اوونۍ په دوحه کې د منځګړو په مرسته په "مهمو مذاکراتو" بوخت وو، خو د سه شنبې- نهې په ماښام له قطر څخه د داخلي مشورو لپاره بیرته ستانه شوي دي.

د 2023م کال د اکتوبر په اوومه د حماس وسلوالو پر اسرایل د برید په وخت شاوخوا 250 کسان غزې ته یرغمل یووړل او په ورپسې نومبر میاشت کې تر 100 زیات یرغمل د تړون په نتیجه کې خوشي شول.

اسرايل وايي شاوخوا سل تنه يرغمل کسان لا هم په غزه کې پاته دي چې وایي لږ تر لږه په درې کې یوه برخه يې د اکتوبر د اوومې په بريد کې وژل شوي او يا هم د حماس په بند کې مړه شوي دي. حماس تور لګوي چې ځینې یرغمل د اسرایل په بریدونو کې وژل شوي دي.

منتخب صدر ډانالډ ټرمپ د جنورۍ په 20مه د خپل دویم صدارت لوړه کوي، هغه د روانې دسمبر میاشتې په پیل کې ویلي وو، که د واک تر لاسه کولو مخکې په غزه کې یرغمل شوي کسان خوشي نه شي، په منځني ختیځ کې به دا "لویه ستونځه" وي.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 45,361 فلسطینیان وژل شوي او 107,803 نور ټپیان شوي دي.

دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 200 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.