د اسرائیل عرب باشندگان د وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو په وینا قهرجن شو

د اسرائیل د شهریت په اړه لانجه په داسې وخت کې راپارېدلې ده چې د هېواد عرب باشندگان قهرجن دي او عامو انتخاباتو ته د دوو میاشتو نه کم وخت پاتې دی. د اسرائیل د ابادۍ ٢٠ فیصد عرب شهریان دي

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دې وینا چې اسرائیل د هرشهري ملک نه دی، د اسرائیل عرب شهریان قهرجن کړې دي او ځینو د اسرائیل د انتخاباتو د بائېکاټ غوښتنه کړې ده.

د اسرائیل د شهریت په سر د راپورته شوي جگړه کې د لفظونو وړمبی گزار اداکارې او ماډلې روتم سیلا وکړه او په انسټاگرام یې وویل چې کله به په حکومت کې موجود خلک عوام ته دا خبره څرگندوي چې "اسرئیل د هر شهري ریاست دی."

په جواب کې د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو مېرمن روتم ته په مخاطب کولو وویل "گرانې روتم، ضروري اصلاح: اسرائیل د ټولو شهریانو ریاست نه دی. د نېشن سټیټ ( د قام ریاست) د قانون ترمخه چې مونږ منظور کړی دی، اسرائیل د یهودي خلکو د قام ریاست دی، د بل چا نه."

د اسرائیل د شهریت په اړه لانجه په داسې وخت کې راپارېدلې ده چې د هېواد عرب باشندگان قهرجن دي او عامو انتخاباتو ته د دوو میاشتو نه کم وخت پاتې دی. د اسرائیل د ابادۍ ٢٠ فیصد عرب شهریان دي.

د اسرائیل د انتخباتو کمیشن د عربانو یو سیاسي گوند، بلاد، ته په ووټونو کې په دې خبره اجازت نه دی ورکړی د ترهگرو د ملاتړ الزام دی پرې. گوند دغه خبره ردوي.

بلخوا، انتخابي کمیشن یوې داسې سخت دریځه یهودي ډلې ته په انتخاباتو کې د برخه اخیستلو اجازت ورکړی دی چې وايي عربان دې د اسرائیل څخه وویستل شي.