اسرایل غزه ته د امداد رسد ودرولی او د ډزبندۍ په سر تاوتریخوالی زیات شوی دی

د مارچ د میاشت د دویمې نېټې په دې تصویر کې د مصر او دغزه ترمنځ د رفح په سرحدي لار په امدادي سامان بار ټرکونونه لیدل کېږي

اسرایل د اتوار، يکشنبې، په ورځ غزه ته د امداد رسد ودرولو چې له امله یې شپږ هفتې مخکې شوې د ډزبندۍ په سر تاوتریخوالی زیات شوی او حماس چې امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی دی د مصر او د قطر نه يې د مداخلت غوښتنه کړې.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، مصر او قطر په اسرایل د نړیوال انساني قانون د خلاف ورزۍ الزام لګولی چې لوږه د وسلې په توګه استعمالوي.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر د دې نه مخکې وویل د ډزبندۍ د وړمبۍ مرحلې د ختمېدو وروسته د منځني ختیځ دپاره د امریکې د صدر استازي سټیو وېټکاف یو تجویز یې نافذ کړی چې ترمخه یې اور بند د رمضان او د پاس اوور دستورې دپاره غځولی دی.

د ای پي ترمخه، امریکې په دې اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي.

که چېرې فریقېن د ډزبندۍ په غځولو متفق کېږي نو جنګ بندي به د روژې د میاشت تر اخېره او په ۲۰ اپرېل د یهودي مذهبي دستورې پاس اوور وغځېږي.

که فريقېن په مستقل ډزبندۍ اتفاق ته رسېږي نو حماس به په مشروط ډول په وړمبۍ ورځ ژوندي یرغمالان او د وژل شویو یرغمالانو مړي اسرایل ته ورکوي او باقي پاتې یرغمالان به د ډزبنۍ په سر ته رسېدو ازادول کېږي.

حماس ویلي د اصلي جنګ بندۍ پابندي به کوي چې د وړمبۍ مرحلې په ختمېدو به د دویمې مرحلې په اړه مذاکرات شروع کولی شي او د خبرو اترو هدف به د جنګ مستقل خاتمه وی. حماس د ډزبندۍ د غځېدو مخالفت کړی دی.
د حماس یو مشر چارواکي محمود مرداوي الجزیره ټېلې وېژن ته ویلي باقي پاتې یرغمالان به د مخکې نه شوي د مرحله وارې ډزبندۍ دلاندې ازادول کېږي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس غوښتنه کړې چې غزه ته انساني امداد دې په سمدستي ډول بحال کړی شي او ټول فريقېن دې هر ممکن کوښښ وکړي چې په غزه کې تاوتریخوالی بیا شروع نه شي.

مصري سرچینو د جمعې په ورځ وویل یو اسرایلي پلاوی په قاهره کې دی او غواړي چې د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله دې ۴۲ ورځې وغځول شي خو حماس د ډزبندۍ دویمې مرحلې ته تګ غواړي. د خالی، شنبې، په ورځ د حماس یو ترجمان حازم قاسم وویل تنظیم د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله د غځولو په اړه د اسرایل خبره ردوي.

د ډزبندۍ په وړمبي پړاو کې حماس ۳۳ اسرایلي یرغمالان او اسرایل قریباً ۲۰۰۰ فلسطیني قېدیان ازاد کړي او اسرایل د غزه نه ځواکونه ستانه کړې دي.

ټاکل شوې وه چې د ډزبندۍ د دویمې مرحلې په شروع کېدو به د باقي پاتې ۵۹ یرغمالان د ازادۍ، غزه نه د اسرایلي ځواکونو په ممکمله انخلا او د جنګ په مستقل توګه د ختمېدو په اړه به مذاکرات شروع کېږي.

خو د دویمې مرحلې په اړه مذاکرات نه دي شروع شوي او اسرایل وايي جنګ بندۍ دپاره پکار ده چې ټول یرغمالان ازاد کړی شي.

د نېټن یاهو دفتر وویل د یرغمالانو د ازادۍ نه بغېر به د ډزبندۍ اجازت نه ورکوي او غزه ته به ټولو شیانو رسد وردوي او اضافې اقدامات به هم وکړي.

حماس د اسرایل د اقدام غندنه کړې او دا يې د ډزبندۍ د معاهدې په ضد پاسون بللی. حماس وویل د ثالثانو نه غوښتنه کوي چې په اسرایل دباو واچوي چې د معاهدې د ټولو مرحلو پابندي وکړي.

د اسرایل او حماس جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړل او لوظ یې وکړو چې حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال ونیول.

په غزه کې د جنګ د لاسه د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي دا شمېرې د باور وړ دي. اسرایل وايي په غزه کې تر ۱۷۰۰۰ پورې وسله وال يې هم وژلي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل په حېفا ښار کې یو حمله کوونکي په چاقو یو تن ووژلو او ګڼ شمېر نور يې زخمیان کړل. پولیس پېښه د ترهګرۍ حمله وبلله او ویې ويأ حمله کوونکی ووژل شو.

پولیس په خپل بیان کې وویل یو ترهګر د بس نه راکوز شو، په ګڼ شمېر ملکي کسانو يې حمله وکړه او بیا یو محافظ هغه ختم کړو.

پولیس وویل حمله کوونکی د دروز قوم غړی او د شفاعمرو کلي اوسېدونکی و او څو میاشتې بهر د تېرولو وروسته تېره هفته اسرایل ته ستن شوی و.

د دروز قوم خلک عربي ژبه وايي او په عامه توګه داسې ډول حملې نه کوي او د اسرایل حامیان ګڼل کېږي.

د جنورۍ په ۱۹ نېټه په غزه کې د جنګ دپاره د اسرایل او د حماس ترمنځ د معاهدې وروسته په اسرایل کې دا وړمبۍ حمله وه.

یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي