اسرایل په لبنان کې په حزب الله تازه حملې کړي دي او وايي د حزب الله یو کمانډر يې وژلی

په مجموعي توګه اسرایل وویل په ۱۵۰۰ ځایونو يې حملې کړي دي او د لبنان د صحت چارواکي وايي په بمبارۍ کې په وژل شویو کسانو کې ۵۰ ماشومان او لږ تر لږه ۹۴ ښځې شاملې دي

اسرایل په لبنان کې د حزب الله په هدفونو د نهې، سه شنبې، په ورځ نورې حملې وکړې او د ګل، دوشنبې، د ورځ راهسې په لبنان کې د اسرایل په هوايي حملو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۵۸ ته ورسېده، ۱۸۳۵ نور کسان زخمیان دي او اسرایل وویل د حزب الله یو کمانډر د بېروت په جنوبي مضافاتو کې په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

په مجموعي توګه اسرایل وویل په ۱۵۰۰ ځایونو يې حملې کړي دي او د لبنان د صحت چارواکي وايي په بمبارۍ کې په وژل شویو کسانو کې ۵۰ ماشومان او لږ تر لږه ۹۴ ښځې شاملې دي.

اسرایلي پوځ وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ حملو کې د حزب الله په لسګونو هدفونه وويشتل شوو چې په کې هغه وسله وال هم شامل دي چې په اسرایل د راکټونو په حملو کې ککړ وو.

اسرایل وویل د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو کې په یوه حمله کې ابراهیم محمد القبېسي ووژل شو. اسرایل وویل القبېسي د حزب الله عسکري کمانډر وو او د ډلې د مزایلو د نظام سرپرست و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وویل په دې اړه د غصې او د خفګان اظهار کوي چې د اسرایل په حملو کې يې د عملې دوه غړي وژل شوي دي.

په زرګونو خلک، په خپل سر او د اسرایل په وېنا، جنوبي لبنان نه د خپل تحفظ دپاره وځي چې له امله يې د بېروت په شمال کې په سړکونو ټرېفېک جام شوی دی. اسرایل د لبنان په جنوبي سیمو کې خلکو ته ویلي چې د وسله والو نه دې ځانونه لرې وساتي. اسرایلي ځواکونو په بېروت کې هم هدفونه په نخښه کړي دي او په یوه حملې کې یوه شپږ منزله ودانۍ د لګېدو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور زخیمان شوي دي.

د امریکې صدر جوبایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ د متحده قومونو د جنرل اسمبلۍ کليزې غونډې ته په خپله شاوخوا پینځویشت منټه وینا کې په لبنان کې د شخړې د زیاتېدو په اړه خبرداری وکړو او ویې ویل چې دا جګړه د هیچا په ګټه نه ده. بایډن وویل چې د اسرایل او حزب الله تر منځ د جګړې سفارتي حل لاره اوس هم ممکنه ده.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جنرل اسمبلۍ غونډه د شروع کېدو په موقع د اسرایل او لبنان ترمنځ تاوتریخوالي په زیاتېدو د تشویش اظهار وکړو. هغه وویل د لبنان، د اسرایل او د نړۍ ولس نه شي برداشت کولی چې لبنان نه بله غزه جوړه شي.

په داسې حال کې چې اسرایل توجه په حزب الله حملې ته اړولې ده په غزه کې يې په حماس حملې کمې شوي دي.

حزب الله او حماس دواړه د ایران حمایت یافته ډلې دي چې تهران ورسره مالي مرسته کوي خو دواړه تنظیمونه امريکې او ځینو نورو ملکونو ترهګر ټاکلي دي. دواړه ډلې صېهوني ریاست د تباه کولو خبره کوي. ګوټېرېس وویل غزه نه ختمېدونکي بوږنونکی خوب دی چې ټوله سیمه په جنګ کې رانغښتلی شي.

ګوټېرېس غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې په غزه کې په سمدستي ډول ډز بندۍ دپاره متحرکه شي، چې اسرایلي یرغمالان بغېر د څه شرط نه ازاد کړی شي او د دوو ریاستونو د قیام داسې عمل شروع کړی شي چې ستنېدی نه شي.

امریکا، مصر او قطر د تېرو څو میاشتو راهسې د اسرایل او حماس ترمنځ د سولې دپاره کوښښونه کوي خو لا نه دي کامیاب شوي. خو د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ښي لاس حکومت د امن تجویز سره لا نه دي متفق.

ڼېټن یاهو وطنوالو ته وویل په داسې حال کې چې په دوو محاذونو جنګ دوام لري اسرایليان د پېچیده ورځو په لوري روان دي.

اسرایلي پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ په بیقاع وادۍ کې خلکو ته وویل چې ځانونه دې د حزب الله د وسلې د ګودامونو نه لرې ساتي. نېټن یاهو د لبنان ملکي خلکو ته په یو رېکارډ شوي بیان کې وویل چې د اسرایل خبرداری دې سنجیده واخلي، ځانونه دې د زیان د ځای نه لرې وساتي او کله چې اپرېشن ختم شي نو بیا دې امن کې کورونو ته ستانه شي.

په لبنان کې د حزب الله په ضد د اسرایل د حملو د زیاتولو نه مخکې په لبنان کې د مواصلاتو په الاتو، پېجرو او وایرلسو، کې د چاودنې شوې دي. د تېرې هفتې په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰۰ پورې نور زخمیان شوي دي. په چاودنو کې د حزب الله غړي په نخښه شوي دي.

حزب الله او د لبنان چارواکو په اسرایل د مواصلاتو په الاتو کې د چاودنو ذمه واري لګولې ده خو اسرایل په دې آړه څه نه دي ویلي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر ولکر ټرک د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل ته وویل نړیوال بشري قانون د داسې ډول شیانو استعمال منع کوي چې په ظاهره بې ضرره ښکاري. ټرک د لبنان په صورتحال د سېکیورټي کاونسل بېړنۍ غونډې ته وېنا کوله چې د الجزایر په غوښتنه رابلل شوي وه.

د اسرایل او د لبنان ترمنځ تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله دا تشویش زیات شوی چې دغه شخړه په پراخه کچه جنګ کې بدله نه شي.

د دنیان د اووه لویو صنعتي ملکونو تنظیم جي سېون د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې غوښتنه وکړه چې په منځني ختیځ کې دې د تباه کن حالاتو د چکر مخه دې ونیول شي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه د شروع شوي جنګ راهسې اسرایلي ځواکونو د د حزب الله وسله والو هم قریباً روزانه د ډزو تبادله کړې ده. په دغه جګړه کې په اسرایل کې په لسګونواو په لبنان کې په سلګونو کسان وژل شوي او په دواړو ملکونو کې په زرګونو کسان بې کوره شوي دي.

په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دي چې په کې د غزه د صحت وزارت ترمخه تر اوسه د ۴۱۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.