د اسرایل پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د ایران استخباراتي ادارو دپاره د اسرایل د پوځي مرکزونو او د توانای د بنیادي سهولتونو په اړه معلومات راټولوونکي اووه اسرایلي شهریان يې ګرفتار کړي دي.
اسرایلي پولیس په یو بیان کې وویل پولیس او د هېواد د داخلي امنیت ادارې په کامیابۍ په اسرایلي شهریانو مشتمل د جاسوسۍ جال مات کړو او د ایراني استخباراتو دپاره فعالیت کوونکي اسرایلي شهریان يې ګرفتار کړل.
نیول شوي اسرایلیان د حیفا او د اسرایل د شمالي علاقو اوسېدونکي دي.
د پولیس د بیان ترمخه ګرفتار کسان د اسرایل ډيفېسن فورسز، ايي ډي اېف، او د توانای د بنیادي اډاڼې په اړه حساس معلومات په راټولو کې مصروف وو.
پولیس وویل په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې نیول شویو کسانو په تېرو دوو کلونو کې د ایران د الخان او اورخان نومې دوو اېجنټانو په هدایاتو د جاسوسۍ ګڼ یو شمېر مېشنونه ترسره کړي دي.
پولیس وویل نیول شویو کسانو ته معلومه وه چې کوم استخباراتي معلومات دوي ایران ته ورکوي په نتیجه کې یې د اسرایل قومي سلامتیا ته نقصان رسېدلی شي او د دښمن په مزایل حملو کې مرسته کولی شي.
اسرایلي پولیس وویل د جاسوسانو جال په قومي کچه د ايي ډي اېف د مرکزونو، د هوايي او سمندري پوځ په اډو، د مزایل د دفاع نظام ایرن ډوم، بندرونو او د بجلي ګرونو په پراخه کچه څارنه کړې ده.
اسرایلي پولیس زیاته کړه چې ګرفتار کسانو په سلګونو زرګونه ډالر ترلاسه کړي او دا پېسې به زیاتره په کرېپټو کرنسۍ کې ورکړی کېدلې.
د اسرایلي پولیس په بیان کې د هېواد د داخلي امنیت د یو چارواکي له قوله وېل شوي چې مبینه جاسوسانو د ايي ډي اېف د ګڼ شمېر مرکزونو، بندرونو او د توانای د بنیادي سهولتونو ګن شمېر تصویران او وډیوز جوړ کړي وو. د پولیس ترمخه مبینه جاسوسانو ته ایراني اېجنټانو د یو شمېر اسرایلي شهریانو په اړه معلومات د راټولولو کار هم سپارلی و.
اسرایل دا مهال د ایران حمایت یافته ګڼ شمېر وسله والو ډلو سره په مختلفو محاذونو په شخړو کې ښکېل دی. په دغو ډلو کې په لبنان کې مېشته حزب الله، په غزه کې حماس او په یمن کې مېشته هوثي باغیان شامل دي.
د اکتوبر په وړمبۍ نېټه ایران په اسرایل د سلګونو بېلېسټېک مزایلو حمله وکړه. د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په اسرایل حمله د ایران غلطي بللې او لوظ یې کړی ایران به يې قیمت ادا کوي او اسرایل به د برید بدل به اخلي.
په اسرایل کې د مبینه جاسوسانو د ګرفتارۍ په اړه د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ نه دا نه معلومېده چې ایا ایراني چارواکو په دې اړه څه ویلي دي او که نا؟
د سېپټمبر په میاشت کې د اسرایل امنیتي ادارو یو اسرایلي شهري په دې شک ونیولو چې د ایران په ملاتړ په هغغه سازش کې ککړ و چې هدف يې د وزیراعظم په شمول مشهور کسان وژل وو.
اسرایل د ډېر وخت راهسې په ایران کې د استخباراتی عملیاتو تاریخ لري چې په کې د جولای په میاشت کې د تهران په یوه حکومتي مهمانخانه کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د وژلو مبینه سازش هم شامل دی. اسرایل په دې اړه څه نه دي ویلي خو ایران په اسرایل د هنیه د قتل الزام لګولی دی.