اسرایل په غزه کې د حماس خلاف د جمعې په ورځ تازه حملې په داسې حال کې وکړې چې یوه ورځ مخکې اسرایل د حماس د مشر یحیا السنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو.
السنوار په اسرایل د تېر کال د اووم اکتوبر د حملې مرکزي منصوبه ساز بلل کېږي او اسرایلي چارواکو وویل هغه د دوو نورو وسله والو ترڅنګ په غزه کې د اسرایلي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او ويې وېل حماس شروع کړی جنګ لا ختم نه دی خو د السنوار وژنه جنګ د ختمېدو شروعات دي.
نېټن یاهو د السنوار وژنه په غزه د حماس د حکومت د زوال اهم تکی وبللو.
السنوار په غزه کې د حماس مشر خو په جولای کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د وژل کېدو وروسته السنوار د حماس مشر نامزد شوی و.
د امریکې صدر جوبایډن د السنوار وژل کېدل د "اسرایل، د امریکې او د دنیا دپاره ښه ورځ" وبلله. هغه زیاته کړه د السنوار د مرګ او په غزه د حماس د حکمرانۍ نه پس اوس د سیاسي حل او د اسرایلیانو او د فلسطینیانو دپاره د بهتر مستقبل موقعه ده.
په غزه کې مېشته حماس او په لبنان کې مېشته حزب الله دواړه وسله والې ډلې امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. درې نوي کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دې. په دې شمېره کې ۳۴ هغه کسان هم شامل دي چې اسرایلي چارواکي وايي مړه شوي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې تراوسه د ۴۲۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې يې په زرګونو وسله وال هم وژلي دي.
د ای اېف پي خبریال ترمخه، اسرایلي ځواکونو د تېره شپه او د جمعې په ورځ په غزه حملې وکړي. د غزه د شهري دفاع ادارې ترمخه، امدادي کارکوونکو د غزه په شمال کې د هغه کور د ملبې نه د دریو ماشومانو مړي راوویستل چې سحر وختي په بمبارۍ کې لګېدلی و.
اسرایلي پوځ وویل په جبلیه کې يې اپرېشن دوامداره ساتلی دی. په تېرو څو هفتو کې اسرایل په دغه سیمه کې جګړې ته توجه کړې ده چېرته چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دوو هسپتالونو د ۱۴ کسانو د وژل کېدو تصدیق وکړو.
د ملګرو ملتونو د اندازو ترمخه په غزه کې ۳۴۵۰۰۰ شهریان دا ژمی د سختې لوږې سره مخامخ کېدلی شي.
په غزه کې ملکي خلکو ته د زیاتېدونکي نقصان په سر د اسرایل د جنګ په چلند تنقید کېږي او په تنقید کوونکو کې امریکا هم شامله ده، چې د اسرایل د پوځي امداد د ټولو نه لویه سرچینه ګڼل کېږي.
په غزه کې د حماس ترڅنګ اسرایل د هېواد په شمالي سرحد په لبنان کې د حزب الله خلاف هم جګړه شروع کړې ده. په غزه کې جنګ د شروع کېدو نه وروسته د حزب الله وسله والو هم په اسرایل په حملو لاس پورې کړی او د اسرایلي ځواکونو سره د ډزو تبادلې شروع شوي دي.
حزب الله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته وویل د اسرایل خلاف جنګ کې يې نوی پړاو شروع کړی دی او په وړمبي خل يې د اسرایلي ځواکونو خلاف کره حمله کوونکي مزایل استعمال کړي دي.
اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د لبنان په صور ښار کې حملې کړي دي. دا ښار د حزب الله مرکز ګڼل کېږي.
اسرایلي پوځ وویل د لبنان په جنوب کې په جګړه کې يې پینځه عسکر وژل شوي دي چې ورسره تېره میاشت په لبنان کې د عملیاتو شروع کولو وروسته د اسرایلي ځواکونو د وژل کېدو شمېره ۱۹ ته ورسېده.
د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې جګړه د شروع کېدو راهسې د ای اېف پي د شمېرو ترمخه په لبنان کې ۱۴۱۸ کسان وژل شوي. ای اېف پي دا تعداد د لبنان د صحت وزارت د معلوماتو په بنیاد ورکړی او وايي دا تعداد د دې نه زیات هم کېدلی شي.
په غزه او په لبنان کې جنګ په شام، یمن او عراق کې د ایران حمایت یافته وسله والې ډلې هم راښکېل شوي دي او د اکتوبر په وړمبۍ نېټه ایران هم په اسرایل نېغ په نېغه د مزایل حمله کړې ده. اسرایل لوظ کړی چې د ایران نه به بدل اخلي.
ملګرو ملتونو دپاره د ایران استازې ډلې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د السنوار وژل کېدل به په سیمه کې مزاحمت نور مضبوط کړي.
د السنوار د وژل کېدو په اړه د مطبوعاتي رپورټونو څخه دا نه څرګنديږي چې حماس په دې اړه څه ویلي دي او که نا؟