اسرایلي پوځ وايي حماس اته یرغمالان ازاد کړل

د اسرایل ښځينه عسکره اېګم برګر د ازادۍ وروسته لاس پورته کړی دی د هغې په شا د اسلامېک جهاد وسله وال ولاړ لیدل کېږي

اسرایلي پوځ وویل فلسطیني مسلح ډلې حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دریو اسرایلیانو او د پينځو غېر ملکیانو په شمول اته یرغمالان ازاد کړل چې د ډزبندۍ وروسته د فریقېنو ترمنځ د یرغمالانو او د قېدیانو ترمنځ دریمه تبادله وه.

اسرایلي ښځينه عسکره اګم برګر د غزه په شمالي برخه کې د کډوالو په جبلیه کېمپ کې د طبي امداد ادارې رېد کراس یا سره صلیب ته وسپارل شوه. وروسته هغه د مور او پلار سره یو ځای شوه.

څو ګنټې وروسته اسرایلي پوځ وویل چې د رېډ کراس ترمخه دوه اسرایلیان او د پينځه بهرنیان امدادي ادارې ته سپارل شوي دي او زر به اسرایلي ځواکونو ته ورکړی شي.

وېل کېږي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ازادېدونکو کې د ټای لېنډ پینځه شهریان هم شامل دي.‎
د قېدیانو د تبادلې په لړ کې به اسرایل ۱۱۰ فلسطیني قېدیان ازادول.

د قېدیانو په تېرو تبادلو کې اووه یرغمالان او۳۰۰ فلسطینیان ازاد کړی شوي دي.

حماس به د خالي، شنبې، په ورځ درې نور یرغمالان او اسرایل به په لسګونو قېدیان ازادوي.

deewa

د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله په ۴۲ ورځو مشتمل ده، چې دریمه برخه وخت يې تېر شو. په دې مرحله کې به حماس ۳۳ یرغمالان ازادوي او د دویمې مرحلې په تفصیلاتو به خبرې اترې کېږي چې په کې د باقي پاتې یرغمالانو د ازادۍ، جنګ د ختمولو او غزه نه د اسرایلي ځواکونو د انخلا په شان موضوعات شامل دي.

توقعو ده چې د ډزبندۍ د دویمې مرحلې په تفصیلاتو مذاکرات اینده هفته شروع شي.

د ډزبندۍ د قوي کولو په غرض د منځني ختیځ دپاره د امریکې استازي سټیو وېټکاف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره ملاقات وکړو.

وېټکاف چې په ډزبندۍ کې يې اهم کردار ادا کړی دی په غزه کې يې د نېټزارېم کورېډور یا د راهدارۍ کتنه هم وکړه. دا شپږ کلومېټر اوږده لاره چې غزه يې په دوو برخو کې تقیسم کړې، د دې لارې بې کوره شوي فلسطینیان ستنېږي او د سیکورټي ذمه واري د امریکې قراردادیانو سره ده.

د تېرو څو کلونو راهسې وېټکاف د امریکې د اعلا منصب وړمبی چارواکی دی چې د غزه دوره يې وکړه. د امنیت د خطر او حماس سره د رابطه نه کولو د تګلارې دلاندې امریکايي چارواکو د بحیره روم په ساحل پرتې سيمې غزه ته د تګ نه ډډه کړې ده.

نېټن یاهو به د دې هفتې په اخېره کې د واشنګټن دوره کوي. صدر ډانلډ ټرمپ هغه ته د نهې، سه شنبې، په ورځ په واشنګټن کې د ملاقات بلنه ورکړې ده. د صدارت دویمه دوره د شروع کولو وروسته به دا د یو غېر ملکي مشر سره وړمبی ملاقات وي.

په غزه کې د ډزبندۍ په مهال اسرایل په مقبوضه وېسټ بېنک کې عملیات زیات کړي دي. د وېسټ بېنک جنین ښار ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سفر په مهال د اسرایل د دفاع وزیر اېزرایل کېټز وویل اسرایل د په وېسټ بېنک کې د ترهګرۍ خلاف جنګ اعلان کړی دی.

ملګرو ملتونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د اسرایل او د حماس د جنګ په مهال بې کوره شوي ۴۲۳۰۰۰ فلسطینیان خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

په غزه کې جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې ۴۷۴۰۰ کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال هم وژلي دي.

یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي