په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځ د 15 میاشتنۍ جګړې د درېدو لپاره د ډزبندۍ پر تړون عمل پیل شو او د حماس وسلوالې ډلې د یکشنبې- اتوار په ورځ د ډزبندۍ په لومړیو ساعتونو کې درې ځوانې یرغمل اسرایلي ښځې خوشې کړې.
ډزبندي په ځایي وخت د سهار په 11:15 بجو پیل شوه او له هغه څو ګنټې وروسته د ریډ کراس یا سره صلیب ادارې یو کاروان غزې پټۍ ته لاړ او درې ښځې 24 کلنه رومي ګونن، 28 کلنه ایملي ډاماري او 31 کلنه ډورون سټینبریچر یې په خوندي توګه اسرایل ته را ستنې کړې.
د ډزبندۍ له پیلېدو وروسته چې حماس یرغمل کسان خوشي کړل، ورسره سم اسرایل هم د غزې په لور د لسګونو فلسطیني بندیانو لېږدول پیل کړل. اسرایل ژمنه کړې وه چې د ډزبندۍ د تړون د یوې برخې په توګه به دغه بندیان خوشي کوي.
د امریکې صدر جو بایډن چې ډزبندۍ ته د رسېدو لپاره یې په خبرو اترو کې مرسته کړې، د خپل صدارت په وروستۍ ورځ وویل، "له ډېر درد، تباهۍ او مرګونو وروسته نن په غزه کې ټوپکونه غلي شوي دي."
24 کلنه رومي ګونن د 2023م کال د اکتوبر په اوومه حماس پر اسرایلو د ناڅاپي برید په نتیجه کې د موسیقۍ له یو فیسټیول څخه تښتولې وه، په هغه برید کې 1,200 کسان وژل شوي او د ګوند په ګډون شاوخوا 250 کسان حماس یرغمل غزې ته وړي وو.
نورې دوه ښځې ایملي ډاماري او ډورون سټینبریچر چې د ډزبندۍ په ترڅ کې اسرایلي چارواکو ته سپارل شوې دي د اسرایل له کیبوتز کفر ازا سیمې څخه تښتول شوې وې. په دوی کې ډاماري د اسرایل او برتانیې دوه ګونی شهریت لري.
پر ډزبندۍ عمل د یکشنبې- اتوار په ورځ درې ساعته له دې کبله وځنډول شو چې د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، تر هغه وخته پورې به ډزبندي پیل نه شي چې حماس د خوشي کېدو لپاره د ټاکل شويو درو یرغمل شویو کسانو نومونه خپاره نه کړي.
بلې خواته د ډزبندۍ د عملي کېدو په ورځ هم په غزه کې د اسرایل د بریدونو لړۍ روانه وه، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا لږ تر لږه 26 نور کسان پکې وژل شوي، خو دا یې ونه ویل چې وژل شوي کسان ملکي وګړي او که د حماس جنګیالي دي.
د اسرایل پوځ خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې له اسرایلي ځواکونو څخه لرې اوسي ځکه چې وایي دوی یو بفر زون یا غیرپوځي سیمې ته په شاتګ کوي.
ډزبندي تېره اوونۍ د امریکې، قطر او مصر له پرله پسې منځګړتوب وروسته اعلان شو. د بایډن تلونکې ادارې او د منتخب صدر ډنلډ ټرمپ ټیم دواړو فشار اچولی وو چې د ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې تړون وشي.
صدر ټرمپ پر خپل ټولنیزه مېډیا «ټروت سوشل» باندې د یرغمل شویو کسانو له خوشي کېدو وروسته ولیکل، "له ننه د یرغمل شويو کسانو را خوشي کېدل پیل کېږي. درې تکړه ځوانې ښځې به لومړۍ وي."
د تړون شرطونه د 42 ورځې ډزبندۍ په لومړي پړاو کې به له 99 یرغمل شویو کسانو څخه 33 خوشي کېږي چې ګومان کیږي حماس له ځان سره ساتلې دي او په سلګونو فلسطیني بندیان به هم خوشي شي.
داسې ویل کېږي چې په یرغمل شویو کسانو کې شاوخوا په درو کې دوې برخې کسان ژوندي دي او پاته نور په جګړه کې وژل شوي یا مړه شوي دي.
تمه کیږي چې اسرایلي ځواکونه به بیرته په غزه کې دننه یو بفر زون یا غیرپوځي سیمې ته ستانه شي او بلې خواته که څه هم د غزې ډېره برخه ویجاړه شوې ده، خو ډېر بې ځایه شوي فلسطینیان به په دې وخت بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
داسې ګڼل کیږي چې کېدای شي په غزه کې د کاختۍ ځپلو فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو ورتګ هم زیات شي او ټاکل شوې ده هره ورځ به په سلګونو لارۍ غزې ته ننوځي، چې اسرایل د جګړې په وخت دومره ټرکونو ته اجازه نه وه ورکړې.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې وویل، د ډزبندۍ له پیلېدو وروسته د بشري مرستو ټرکونه له دوو سرحدي لارو غزې ته ننوتل پیل شوي دي.
د 2023 کال د اکتوبر له برید وروسته د اسرایل په ځوابي بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر 46,000 زیات شوی چې وایي اکثر ښځې او ماشومان دي، خو د اسرایل پوځ له ثبوت وړاندې کولو پرته دعوه کوي چې 17,000 وسلوال یې وژلي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.