د اسرایل او حماس جنګ بیا شروع شوی، په لسګونو کسان وژل شوي او زخمیان شوي دي

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل حماس د اور بند خلاف ورزي او په اسرایل یې د راکټ حمله وکړه. ايي ډي اېف وویل د غزه نه چلول شوي راکټې د اسرایل د دفاعي نظام ناکاره کړل

د اووه ورځو اوربند د غځولو دپاره مذاکرات د ناکامه کېدو وروسته د اسرایل او د حماس جګړه د جمعې په ورځ بیا شروع شوه، اسرایلي جنګي جهازونو د حماس د انتظام لاندې په فلسطیني علاقې غزه بمباري وکړه او د غزه د صحت وزارت وویل په تازه جګړه کې 178 کسان ووژل شوو او 589 نور زخمیان شول.

اسرایل په حماس د عارضي اور بند د خلاف ورزۍ الزام ولګولو. د عارضي اوربند په مهال اسرایل ګڼ شمېر فلسطیني قېدیان او حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې نیول شوي یو شمیر یرغمال کسان ازاد کړل.

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل حماس د اور بند خلاف ورزي او په اسرایل یې د راکټ حمله وکړه.
ايي ډي اېف وویل د غزه نه چلول شوي راکټې د اسرایل د دفاعي نظام ناکاره کړل.

د اسرایل پوځ وویل ځمکني، هوايي او سمندري پوځونو يې په غزه کې د 200 نه زیات "ترهګر هدفون" وویشتل.

په جنوبي غزه کې په خان یونس درنه بمباري وشوه چې د روېټرز د خبریالانو په قول د بمبارۍ له امله مقامي اوسېدونکي مجبور شول چې په مغربي علاقه کې پناه واخلي.

ملګرو ملتونو وویل جګړه به بېړنی انساني صورتحال نور خراب کړي. په جنیوا کې د ملګرو بشري دفتر ترجمان ینس لېیرک وویل "غزه ته په ځمکه جهنم بېرته ستن شوی."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسف ترجمان جمېز اېلډر په غزه کې په ملکي خلکو او په خصوصي توګه په ماشومانو د اسرایل بمبارۍ د بیا شروع کېدو غندنه وکړه. "نن هغه خلکو چې په اقتدار کې دي فېصله وکړه چې په غزه کې د ماشومانو وژنې به بیا شروع شي."

هغه جګړه په "په ماشومانو جنګ" وبللو.

اېلډر وویل په غزه کې د خوراک، اوبو او د صفای سخت کمی دی. هغه د مستقل ډز بندۍ غوښتنه وکړه او ویې وېل د هغه خلکو دپاره چې په بوږنونکي حال کې ژوند کوي د ډز بندۍ نه کېدو تصویر هم نه کېدلی. هغه د امن دپاره ګام نه اخیستل داسې دي چې د ماشومانو د وژنې "منظوري" ورکړی شي.

په عین حال کې روېټرز خبري ادارې د مصر او د ځینو نورو سیمه اییزو سرچینو له قوله ویلي اسرایل ځینو ګاونډیو ملکونو ته یو تجوزیر وړاندې کړی چې ترمخه به یې په غزه غېر پوځي علاقه جوړه کړی شي او په اینده کې په اسرایل د حملو مخه ونیول شي.

د خبري ادارې ترمخه، د جنګ د ختمېدو نه پس صورتحال په اړه اسرایل د مجوزه منصوبه مصر، اردن، سعودي عرب، ترکي او متحده عرب اماراتو ته وړاندې کړې ده.

د خارجه تګلارې په اړه د اسرایلي وزیراعظم مشیر اوفېر فولک روېټرز ته وویل د جنګ نه پس اسرایل د غزه دپاره د دریو سطحو منصوبه لري: حماس تباه کول، غزه نه غېر پوځي علاقه جوړول او په فلسطیني سیمه کې تندلاریتوب ختمول دي.

عرب ملکونو د اسرایل د حماس د ختمولو هدف مسترد کړی، دا یې ناممکن بللی او ویلي یې دي حماس یوازې یو وسله وال تنظیم نه دی چې ماتی ورکړی شي.

اسرایل او حماس د اور بند دپاره د خبرو د ناکامۍ الزام په یو بل پورې کړو خو وایټ هاوس یوازې حماس په هدف کړو او ویې وېل اوربند د غځېدو دپاره حماس ته پکار وو چې د نورو ازادېدونکو یرغمالانو فهرست یې وړاندې کړی وی خو داسې یې و نه کړل.

د ترکي د صدر رجپ طیب اردوان د دفتر ترمخه، هغه د جمعې په ورځ‌ په دوبۍ کې د يو ای ايي صدر شېخ محمد بن زېد الناهیان سره د موسمي بدلون په اړه د نړیوالې غونډې په څنډه د ملاقات په مهال په غزه د اسرایل حملې بیا شروع کېدل "ډیر منفي" پرمختګ وبللو. ترکي وویل د مستقل امن دپاره کوښښونه کوي خو پکار ده چې اسلامي نړۍ په هم غږۍ کار وکړي.

اردوان د سي او پي په عنوان د موسمي بدلون په اړه غوڼدې ته خپله رسمي وېنا کې وویل په فلسطیني علاقو کې انساني بحران دوام لري.

هغه وویل په غزه کې موجوده صورتحال جنګي او د انسانیت خلاف جرم دی او پکار ده چې د دې د ذمه وارو کسانو د نړیوال قانون دلاندې احتساب وشي.

د اسرایل د فاع وزیر یواو ګېلېنډ وویل حماس یوازې طاقت پېژني "نو ځکه به د خپلو اهدافو د حاصلولو دپاره خپل ګام ته دوام ورکوو."

د اسرایل د دفاع وزیر په جنګي جهاز کې د پرواز په مهال د عملیاتو جاج اخیستلو په وخت خبرې کول. "نتېجې متاثر کوونکي دي."

د اسرایل په حمایت کې د امریکې په ډېنور ښار یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو دپاره د امريکې سفر ګېلاد اردان وویل "مونږ د اسرایل د مستقبل دپاره په جنګ کې یوو، د یهودي ریاست د بقا دپاره."

هغه زیاته کړه "مونږ د خالصې بدۍ خلاف په جنګ کې یوو، انتهايي بدي، داسې بدي که ځان ته ایران وايي، که حماس، حزب الله، ايي اېس ايي ایس او که القاعده، دا مقصد شریک لري چې خپله انتهاپسند نظریه خور کړي او د بربریتي ترهګرۍ او د تشدد دلارې مغربي تهذیب ته ماتی ورکړي."

په واشنګټن کې فلسطین پلوه مظاهره کوونکو د اسرایل د سفارت مخې ته دعا او ناسته وکړه؟