اسرایلي پوځ وايي په دې اړه تحقیقات کوي چې عسکرو يې په وېسټ بېنک کې د ودانۍ د چت نه مړي غورځولي دي

دغه پېښه په قباطیه کلي کې شوې چې د مقبوضه وېسټ بېنک د جنین ښار نه په مغرب کې دی او اسرایلي ځواکونه په کې د تېرو څو هفتو راهسې د حماس وسله والو خلاف چاپي وهي

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل د هغه وډیوز په يې تحقیقات شروع کړي دي چې په سوشل میډیا شریک کړی شوي او خبري ادارو هم خپاره کړي او ښيي د اسرایل د فاعي ځواکونو عسکر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مقبوضه وېسټ بېنک کې د چاپي په مهال د مړو جسدونه د چت (بام) نه غورځوي.

دغه پېښه په قباطیه کلي کې شوې چې د مقبوضه وېسټ بېنک د جنین ښار نه په مغرب کې دی او اسرایلي ځواکونه په کې د تېرو څو هفتو راهسې د حماس وسله والو خلاف چاپي وهي.

د پېښې په اړه ګڼ شمېر وډیوز ګردش کوي. په یو وډیو کې لیدل کېږي چې داسې ښکاري اسرایلي عسکر د یو تن مړی راښکي (راکشوي)، ټېلې ورکوي، غورځوي يې او په یوه موقعه یو مړی په لګته د ودانۍ د چت یا بام د څنډې نه غورځوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې یو صحافي په قباطیه کې په موقع موجود و او د منظر یې ولیدو. یو بل عیني شاهد وویل هغه د یو وژل شوي تن تره دی رویټرز خبري ادارې ته يې وویل اسرایلي عسکر د دغه کسانو د وژل کېدو وروسته چت ته ورغلي وو.

د اسرایل ډېفنس فورسز، ايي ډي اېف، یا د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل تحقیقات یې شروع کړي دي.
ايي ډي اېف په یو بیان کې وویل دا سنګینه پېشه ده چې ايي‌ ډي اېف د اقدارو سره سمون نه خوري او نه یې هم د عسکرو نه د دې توقعو کېږي.

بلخوا ، اسرایلي پوځ وویل عسکرو یې په قباطیه کې په ځمکنۍ جګړو او په هوايي حملو کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اووه وسله وال ووژل.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د جسدونو سره د اسرایلي عسکرو د سلوک په اړه یې لږ تر لږه یوه وډیو ليدلي ده. هغه د وډیو منظر د پرېشانه کونکی وبللو.

کربي وویل که چېرې دا وډیو مستنده ثابتېږي نو دا به د مسلکي عسکرو د سختې کرکې وړ رویه وښيۍ. کربي وویل اسرایل ورته باور ورکړی چې په دې اړه به تحقیقات کوي او که ضرورت و نو په دې لړ کې به مناسب احتساب کوي. هغه وویل د همېشه په شان توقعو کوي چې دا تحقیقات به په مکمله او په شفافه ډول ترسره کړی شي. ډول او په شي.

په عین حال کې په غزه کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جګړې تازه څپې د جمعې تر ورځې پورې دوام لرلو. په غزه کې چارواکو د ۱۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړو. اسرایلي ځواکونو د غزه په شمالي او جنوبي سیمو، په غزه ښار او په جنوب کې په رفح کې بمباري وکړه.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د کابېني په غونډه کې وویل په غزه کې د ډز بندۍ په اړه امید يې دلاسه نه دی ورکړی.

بایډن خبریالانو ته وویل د شروع راهسې کوښښونه کوي چې دا یقیني کړي چې په شمالي اسرایل او په جنوبي لبنان کې خلک په امن کې خپلو کورونه ته ستانه شي. خبریالانو سره د خبرو په وخت د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن د بایډن ترڅنګ ولاړ وو.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تد ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې د ۴۱۲۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایل وايي د غزه په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.

امریکې، برطانيه او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس ترهګر تنیظم ټاکلی دی.

ملګرو ملتونو ترمخه، د غزه د دوه اشاریه درې مېلیڼ ابادۍ د څلورو څخه دریمه برخه بې کوره شوي او د سیمې ټول خلک د قحط د خطر سره مخامخ دي.