په اسرائیل د راکټونو د حملو په ځواب کې اسرائیلي جنگي جهازونو په غزه تړانگه کې او د شام سرښار دمشق سره نژدې د اسلامک جهاد نومې فلسطیني وسله والې ډلې په هدفونو بمباري کړې ده.
اسرائیل وویل د غزه څخه پرې ٢٠ راکټې ویشتل شوې وې خو د ائرن ډوم نومې دفاعي نظام دغه راکټونه ودرول.
د حملو په ځواب کې اسرائیل په غزه کې او د دمشق سره نژدې د اسلامک جهاد هدفونه په هوايي بمبارۍ کې په نخښه کړل.
د فلسطیني طبي چارواکو په وینا په غزه کې د اسرائیل حملې څلور کسان زخمیان کړل. او شام وویل د هېواد دفاعي نظام د اسرائیل د مزائیلو مخه ونیوله. شام د څه تلفاتو اطلاع نه ده کړې.
اسلامک جهاد په اسرائیل د حملو ذمه واري په غاړ اخیستې ده. ډلې په هغو تصویرونو د غصې اظهار کړی چې د یو فلسطیني وسله وال مړی پکې د اسرائیلي پوځ د یو بلډوزر نه ځوړند لیدل کېږي.
اسرائیلي عسکرو هغه وسله وال ووژلو چې د اسرائیل او غزه په پوله یې بم ښخوولو او په اسرائیلي بلډوزر د وسله وال مړی لېرې کولو دپاره غزه ته ورننوتلو.