د اسرایل خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل هېواد ملګرو ملتونو ته په رسمي ډول اطلاع ورکړې ده چې د اینده کال په شروع کې د اسرایل د نوي قانون د نافذ کېدو وروسته به اسرایل د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یواېن ار ډبلیو ای سره همکاري نه کوي.
اسرایل دغه ګام په پارلېمنټ کې د هغه قانون د منظورېدو وروسته اخیستی چې په کې یو اېن ار ډبلیو ای سره د اسرایل تعلق ختم کړی شوی او د ملګرو ملتونو په دې ادارې په اسرایل کې پابندي لګول شوې ده.
د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېني ډېنن په یو بیان کې وویل اسرایل ملګرو ملتونو ته درانه ثبوتونه ورکړي دي چې حماس یو اېن ار ډبلیو ای کې مداخلت کړی دی خو صورتحال د ښه کولو دپاره هېڅ و نه کړی شوو.
اسرایل د ډېر وخت راهسې په یواېن ار ډبلیو ای تنقید کوي او د ادارې د عملې په ځینو غړو يې الزام لګولی چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حملو کې شرکت کړی دی.
اسرایل په دې اړه څه ډېر شواهد نه دي وړاندې کړي او د یو اېن ار ډبلیو ای مشر فېلېپ لزاریني تېره هفته وویل په دې اړه معلوماتو دپاره د ادارې تکراري غوښتنو ته اسرایل څه جواب ن دی وېلی. هغه زیاته کړه چې د ثبوتونو د نيشت والي په سبب یو اېن ار ډبلیو ای څه نه شي کولی او دا الزامات د ادارې د کمزوري کولو دپاره په دوامداره توګه استعمالېږي.
په غزه کې فلسطینیانو ته امداد زیاتره د یو اېن ار ډبلیو ای په زریعه لېږل کېږي چېرته چې د حماس خلاف د اسرایل د پوځي عملیاتو په سبب د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ ۹۰ فیصد خلک بې کوره شوي دي.
لزاریني تېره هفته وویل یو اېن ار ډبلیو ای ختمول په غزه کې انساني بحران ته به په نړیوال جواب تباه کن اثرات ولري.
ملګرو ملتونو ته د خط کې اسرایل وویل هېواد به د ملګرو ملتونو ادارو په شمول نړیوالو همکارانو سره به کار ته دوام ورکوي چې په غزه کې ملکي خلکو ته بشري امداد په داسې طریقه ور ورسوول شي چې د اسرایل امنیت کمزوری نه شي.
اسرایل د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په شام کې د عملیاتو په مهال د شام یو شهري ونیولو چې په سیمه کې د ایران حمایت یافته وسله والو سره ککړ و.
د منځني ختیځ په ۱۳ میاشتني جنګ کې د وړمبی ځل و اسرایل په شام کې دننه چاپه ووهله. شام په سمدستي ډول د اسرایل د عملیاتو تصدیق نه دی کړی.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، یکشنبې، په ورځ د لبنان پولې سره نږدې د هېواد د سرحدي علاقو دوره وکړه او ويې وېل حزب الله دې د الېطاني دریاب نه پورې غاړې ته په شا کړی شي، که د حزب الله سره ډز بندي شوي وي او که نا؟ الېطاني دریاب د اسرایل د پولې نه ۳۰ کلوميټر په شمال کې دی.
په منځني ختیځ کې د اسرایل او د حماس جنګ د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د اسرایل خلاف جنګ شروع کړی دی چې د غزه د صحت وزارت وايي جنګ دلاسه په سیمه کې د ۴۳۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په وژل شویو کسانو کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.
امریکې او ځینو نورو مغربي ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.