داسرائيل له لوري په غزه دبريدونو لړۍ په څلورمه ورځ هم روانه ده او دخالي په ورځ غزه کې دحماس دوزيراعظم دفتر او دکابينې وداني په نخښه کړل شوې ده.
يو بيان کې اسرائيل وئيلي دي چې دجمعې او خالي په مينځ شپه اسرائيلي فضائيې 180 بريدونه ترسره کړي دي.
دعيني شاهدانو وينا ده دبريد له امله دحماس هيډکوارټر ته سخت زيان رسيدلى، مصري وزيراعظم هشام قنديل هم تيره ورځ دحماس دهيډکوارټر دوره کړې وه.
دغزه په جنوبي سيمه رفاه کې دخالي په ورځ په يو اسرائيلي فضائي بريد کې څلور کسان وژل شوي چې ددې سره په اسرائيلي بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 38ؤ ته رسيدلې ده.
په مرکزي غزه کې دکډوالو په يو کيمپ هم ترسره شوي بريد کې درې کسان وژل شوي دي.
په غزه کې دحماس دايمرجنسي سروسز وياند ادهم ابو سلميه وائي په ظهور سيمه کې داولسي وگړو په يوه ډله بريد کې څلور کسان وژل شوي دي.
دغزه دحماس دواکمنانو دکابينې هيډکوارټرز هم په يو فضائي بريد کې تباه کړل شوى دى.
داسرائيلي پوځ يو وياند يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې دحماس وزيراعظم ته په اشارې کولو سره وويل په غزه کې داسماعيل هانيه هيډکوارټرز تباه کړل شوى.
دهانيه حکومت وائي په څلورو اسرائيلي بريدونو کې يې هيډکوارټرز په مکمل توگه تباه شوى او نزدې کورونو ته هم زيان رسيدلى.
دعيني شاهدانو وينا ده بريد ډير سخت ؤ خو پکې دمرگ ژوبلې اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
له دې وړاندې اسرائيلي پوځ وئيلي وؤ چې دغزې دپولې سره نزدې يې ټول سړکونه تړلي او دغه سيمه يې بنده پوځي ساحه گرځولې وه.
ددې ترڅنگ اسرائيل په غزه دممکنه پوځي کارروايۍ لپاره امنيتي ځواکونو تهدچمتو اوسيدو امر کړى.
دملگرو ملتونو او اسرائيلي چارواکي وائي چې عمومي سکتر بانکي مون به په څو ورځو کې داوربندۍ په غرض دسيمې دوره وکړي.
دملگرو ملتونو يو لوړپوړي سفارت کار وئيلي دي چې بانکي مون دغزه په ضد داسرائيلي کارروايۍ اودرولو لپاره کال 2009 کې سيمې ته سفر کړى ؤ، او اوس به هم داوربندۍ لپاره گامونه اخلي.
په اسرائيل او فلسطين کې دحماس دجنگيالو ترمينځ دجمعې په ورځ دگوله بارۍ وروستو دغو فضائي بريدونو کې چټکتيا راغلې، دفلسطين څخه داغل شوى يو راکټ ديروشلم په خواؤ شا کې پريوتى.
دامريکا صدر براک اوباما دجمعې په ورځ دمصر صدر سره ټيلي فوني خبرو کې دجگړې دخاتمې لپاره دمصر هڅې ستائيلې دي.
صدر اوباما داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو سره هم خبرې کړي.
سپينه ماڼۍ وائي ښاغلي نيتن ياهو دميزائيل ددفاعي نظام په تيارۍ کې په مرستې کولو دامريکا مننه ادا کړې.
دائرن ډوم نومې دغه دفاعي نظام په اړه اسرائيلي وزيراعظم وائي ددې له امله په سلگونو راکټونه غيرموثره کړل شوي او دسلگونو اسرائيليانو ژوند بچ کړل شوى.
دشورو په ورځ داسرائيل په يو ميزائيلي بريد کې دحماس يو لوړپوړى پوځي کمانډر وژل شوى ؤ.