اسرایل وايي حماس یرغمال کړی یو تن يې ژغورلې

القاضي د اسرایل د عرب بدو اقلیتي ډلې غړی دی او د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې یرغمال کړی شوی و. د هغه دوه ښځې او ۱۱ بچي دي

اسرایل د نهې، سه شنبې، په ورځ د حماس د ولکې څخه يې یو بل یرغمال تن ژغورلی دی.

د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل ۵۲ کلن قاید فرحان القاضي په جنوبي غزه کې د پېچيده عملیاتو په مهال وموندل شو. اسرایلي پوځ وویل القاضي د یوې څمڅې څخه ژغورل شوی خو نور تفصیل يې وړاندې نه کړو.

القاضي د اسرایل د عرب بدو اقلیتي ډلې غړی دی او د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې یرغمال کړی شوی و. د هغه دوه ښځې او ۱۱ بچي دي.

اسرایل وویل القاضي په صحت روغ دی خو د ټېسټونو دپاره هسپتال ته منتقل کړی شوی دی.

په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوې دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی.

د غزه د صحت وزارت وايي د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د ۴۰۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي په دغه شمېره کې په زرګونو وسله وال هم شامل دي.

اسرایل وايي ۱۱۰ یرغمالان اوس هم د حماس په ولکه کې دي چې دریمه برخه يې ګڼل کېږي مړه شوي دي. نور یرغمالان د نومبر په میاشت کې د عارضي ډزبندۍ په مهال د فلسطیني قېدیانو په تبادله کې ازاد کړی شوي دي.

اسرایل په دوو عملیاتو کې چې ګڼ شمېر فلسطینیان په کې وژل شوي، اته یرغمال بازیاب کړي دي. حماس وايي ځینې یرغمالان د اسرایل په فضايي حملو کې وژل شوي دي.

په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د امریکې، قطر او مصر خبر اترې هم دوام لري.

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا ترجمان جان کربي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د ډز بندۍ دپاره د ورکنګ ګروپس یا د کاري ډلو په کچه مذاکرات دوام لري چې باقي مسلې حواري کړي.

کربي وویل کاري ډلو خبرې اترې تعمیري بللي دي.

هغه وویل یوه مسله چې دا مهال پې کار کېږي د یرغمالانو او د قېدیانو تبادله او شمېره او دې د وخت تعین شمال دي.

بلخوا، امریکايي چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په اسرایل د ایران او د ایران حمایت یافته وسله والو ډلو د جوابي حملې خطر موجود دی. حزب الله او حماس د خپلو مشرانو د وژل کېدو په بدل کې په اسرایل د حملې دړکه کړې ده.