د اسرایل د دفاع وزیر اېزرایل کېټز د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په غزه کې د حماس خلاف د جنګ وروسته به د سیمې د امنیت یا د سېکیورټي واک اختیار د اسرایل په لاسو کې وي.
کېټز په اېکس یو پېغام کې وویل د حماس عسکري او د حکومت صلاحیتونه د ختمولو وروسته به د غزه د امنیت واک اختیار په مکمله توګه د اسرایل په لاس کې وي او اسرایل به د هر ډول ګام اخیستلو ازادي لري.
کېټز د غزه په اړه د خپل نظر موازنه په وېسټ بېنک کې د صورتحال سره وکړه چېرته چې اسرایلي ځواکونه د معمول مطابق عملیات کوي او وايي د اقداماتو مقصد د ترهګرو فعالیتونه تس نس کول دي.
اسرایل وايي په غزه کې د جنګ هدف په عسکري توګه حماس ته ماتی ورکول دي او دا یقیني کول دي چې حماس د تېر کال د اکتوبر د اوومې نېټې په شان حملې بیا و نه کړی شي. په دغه حماس کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د جنګ وروسته د غزه په اړه د اسرایل دریځ د امريکې، د ملګرو ملتونو او د ځینو نورو خواو د نظر سره په تضاد کې ښکاري.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو په غزه کې جنګ پکار ده چې په داسې طریقه ختم شي چې حماس بهر شي او دا خبره یقیني کړي چې اسرایل په سیمه کې پاتې نه شي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د سېپټمبر په میاشت کې ویلي وو ملګري ملتونه دا نظر لري چې فلسطیني اداره چې په وېسټ بېنک حکومت کوي، د غزه واک اختیار به هم ترلاسه کړي.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د غزه د صحت وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسرایل په حملو کې د لږ تر لږه ۱۰ کسانو د وژل کېدو او اسرایلي پوځ د غزه په جنوب کې په عملیاتو کې د دوو عسکرو د وژل کېدو خبرونه ورکړل.
اسرایلي چارواکو په وروستیو ورځو کې په غزه کې د ډزبندۍ او د یرغمالانو د ازادۍ دپاره د ممکنه معاهدې په اړه د خوشبينۍ اظهار کړی دی.
د اکتوبر د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې د غزه د صحت وزارت وايي دلاسه يې په فلسطیني سیمه کې د ۴۵۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. وزارت وايي وژل شوي زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.