د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، د هیواد پوځ یې د لبنان د وسلوالې ډلې حزب الله د مشر حسن نصرالله ممکنه ځایناستی هاشم صفی الدین په لنبان کې د اکتوبر د درېیمې په برید کې وژلی دی.
نتنیاهو د اکتوبر پر اتمه د لبنان خلکو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، "موږ د حزب الله وړتیاوې کمزورې کړې دي، موږ خپله د [حسن] نصرالله او د نصرالله د ځایناستي او د هغه د ځایناستي په ګډون په زرګونو ترهګر ختم کړل".
حزب الله سمدستي اکثر د خپلو کمانډرانو او مشرانو د وژنو خبرونه ډېر نه ځنډوي خو د خپلې ډلې د نوي مشر هاشم صفی الدین د وژل کېدو اعلان ته یې لا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د حزب الله یوې لوړپوړې سرچینې د اکتوبر پرپینځمه اې ایف پي ته ویلي وو، چې د لبنان په جنوب کې د دې ډلې پر مرکزونو د اسرایل له هوايي بریدونو وروسته له هاشم صفیالدین سره د دوی اړیکه پرې شوې ده.
د حزب الله د اوږدې مشر حسن نصرالله د ستمبر پر 27مه په لبنان کې د اسرایل په یوه برید کې له څو نورو کسانو سره وژل شوی وو چې ایران یې په غچ کې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه اسرایل ته شاوخوا 180 میزایل ور ویشتل او اسرایل وایي ایران ته به جواب ورکوي.
هاشم صفی الدین د حسن نصرالله د تره زوی او په تنظیم کې اعلی چارواکی وو او تمه وه چې د هغه ځایناستی شي. هغه له تېرې اوونۍ راهیسې چې اسرایل د بیروت په څنډه کې د حزب الله پر مرکز هوایي بریدونه وکړل چا اورېدلی لیدلی نه دی.
وزیراعظم نتنیاهو وویل، اسرایل به د هیواد په شمال کې "هر هغه څه وکړي" چې خپلو کورونو ته اسرایلي وګړي را ستانه کړي، کوم چې د 2023 کال د اکتوبر له اتمې راهیسې د حزب الله له راکټي بریدونو سره مخ دي.
د اسرایلي چارواکو په وینا په تېر یو کال کې د پولې پورې غاړې ته د اسرایل په خاوره کې لږ تر لږه 49 اسرایلیان وژل شوي او په همدې موده کې په لبنان کې تر 500 زیات کسان وژل شوي دي.
وزیراعظم نتنیاهو وویل، "اسرائیل د خپلې دفاع حق لري. اسرایل هم د [جګړې] ګټلو حق لري او اسرایل به یې وګټي".
د اسرایل هوايي ځواک له تېرو دوو اوونیو راهیسې د شپې په بمباریو کې د بیروت په جنوبي څنډه کې د حزب الله ترهګر، د هغوی د استخباراتو مرکزونه، اډاڼې او د وسلو ګودامونه په نخښه کړي دي.
حزب الله ویلي چې د سه شنبې- نهې په ورځ یې د اسرایل په شمالي ښار حیفه باندې میزایل ور ویشتلي دي او اسرایل ویلي چې لسګونه میزایل یې ناکاره کړي دي او د حزب الله پر څو راکټونو یې بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوټېریش د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، په منځني ختیځ کې حالات "د هرې ګنټې په تېرېدو خرابېږي". هغه په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته وویل، په لبنان کې بریدونه د ملکي وګړو په ګډون ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي:
"موږ په لبنان کې یوې هراړخیزې جګړې ته نیژدې شوي یو، چې نتیجې به یې ډېرې ویجاړوونکې وي، خو لا هم وخت شته چې جګړه ودرول شي. د ټولو هېوادونو خودمختارۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي".
د حسن نصرالله ځایناستی هاشم صفی الدین د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په 2017م کال کې د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی وو.
صفی الدین په تېر کال کې د حزب الله لپاره په خبرو اترو کې مهم رول لوبولی، د خپلې ډلې د وژل شویو کسانو په جنازو او نورو مراسمو کې یې ویناوې کولې ځکه چې چې حسن نصرالله د امنیتي خطر له کبله له ډېرې مودې راهیسې په ولسي مراسمو کې ګډون نه کاوه.