د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل په غزه هوايي او ځمکنۍ حملې زیاتوي. اسرایلي پوځ دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د جمعې په ورځ هم په غزه د درنې رپورټونه مخې ته راغلي وو.
هم د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په لوی اکثریت منظور شوي قرارداد کې د اسرایل او حماس په جګړه کې د انساني خېرښېګړې په بنیاد په سمدستي ډول د ډزبندۍ، ملکي کسانو ته د تحفظ او غزه ته د لاس رسي غوښتنه وکړه چې سیمې ته بشري امداد ورسوول شي.
اسرایل او امریکې د قرارداد مخالفت وکړو.
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته قرارداد اردن د نورو عرب ملکونو په نمایندګۍ وړاندې کړی و چې په حق کې یې 120 ملکونو ووټونه ورکړل. 45 ملکونو په رایو کې برخه وانه خیستله.
اسرایل ملتونو قرارداد "بدنامي" وبلله. حماس د قرارداد هرکلی وکړو او ویې وېل د اسرایل حمکني عملیاتو ته ډله تیاره ده.
د جنرل اسمبلۍ د قرارداد نه مخکې د ملګرو ملتونو سکیورټي کاونسل په تېرو دوو هفتو کې د اسرایل او حماس د جګړې په اړه څه ګام په اخیستلو کې څلور ځله ناکامه شوی و.
د اسرایل د پوځ ترجمان رېیر اېډمېرېل ډېنیل هېګري
د اسرایل د پوځ ترجمان رېیر اېډمېرېل ډېنیل هېګري د جمعې په شپه ناوخته په ټېلې وژن نشر شوي بریفېنګ کې وویل په تېرو ګنټو کې یې په غزه حملې زیاتې کړي او د اسرایل هوايي ځواک په سرنګانو (څمڅو) او په نورو سهولتونو په پراخه کچه حملې کړي دي.
هېګري وویل په تېرو څو ورځو کې د هوايي بمباۍ ترڅنګ ځمکني ځواکونه به نن شپه عملیات زیات کړي.
د وایټ هاوس د قومي سلامتیا ترجمان مشیر جان کربي وویل د ځمکني عملیاتو په اړه یې رپورټونه لیدلي دي خو په دې اړه څه تبصره نه شي کولی.
کربي وویل امریکا د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د ځنډ ملاتړ کوي چې دا ډول امدادي سامان غزه ته ورسوول شي.
په غزه کې د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو مشر وویل په غزه کې بشري نظام تباهۍ سره مخامخ شوی.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې په غزه پټۍ کې بشري نظام د تباهۍ سره مخامخ دی او که سیمې ته په مناسب کچه خوراک او امدادي شیان ور و نه رسوول شوو نو ملکي خلک د تصور نه بهر نتیجو سره مخامخ کېدلی شي.
ګوټېرېس په یو بیان کې وویل په غزه کې سختي هر منټ زیاتېږي او که څه بنیاد بدلون و نه شو نوې د غزه خلک د غیر معمولي بشري مصیبت سره مخامخ کېدلی شي. هغه زیاته کړه چې ملګر ملتونه به غزه د مرستو رسوولو کوښښونو ته دوام ورکوي.
بلخوا اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل اسرایلي ځواکونه په غزه کې فعالیت پراخوي او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي داسې ښکاري چې اسرایل په غزه ځمکنۍ حملې ته نږدې شوی دی.
هم د جمعې په ورځ په غزه کې د انټرنېټ او د ټېلې فون نظام قطع شو او دا رنګ د سیمې د 2.3 مېلین خلکو د بهر دنیا او د یو بل سره رابطه ختمه شوه.
فلسطیني جوال نومې کمپنۍ وویل د درنې بمبارۍ له امله د ټېلې فون او انټرنېټ قطع شوي دي.
د سره صلیب فلسطیني کمېټۍ وویل د په غزه کې خپل کنټرول روم او په ځمکه د خپلو ټیمونو سره یې رابطه په مکمله توګه ختمه شوې ده.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس مسلح ډلې د حملې وروسته، اسرایل د حماس خلاف د جنګ اعلان کړی دی او په زرګونو عسکر یې په غزه د ځمکنۍ حملې دپاره د غزه پولې سره نږدې جمع کړي دي.
د جمعې په ورځ هم په غزه د اسرایل هوايي بمبارۍ دوام لرلو خو ای پي وايي په تازه حملو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په سمدستي ډول نه ترلاسه کېدل ځکه چې معلومات رسايي مشکل شوې ده.
د امریکې استازي لېنډا تامس ګرین فیلډ جنرل اسمبلۍ ته تقریرکوي
په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي دي. د 200 نه زیات کسان حماس یرغمال کړي هم دي.
د غزه د صحت وزارت ترمخه په غزه کې د مرګونو شمېره د 7000 نه زیاته شوې ده چې اکثریت په کې د ښځو او ماشومانو دی. وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وژل شویو کسانو نومونو او د شناختي کارډونو شمېرې شایع کړې چې په کې 2900 ماشومان او د 1500 نه زیاتې ښځې شاملې دي.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن رېچرډ پيپرکورن د جمعې په ورځ وویل ادارې داسې اندازې هم ترلاسه کړي دي چې په غزه کې تر 1000 پورې د ناپېژندل شویو کسانو مړي په ملبو کې پراته دي.
د فلسطیني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېس ار ډبلیو ای مشر فلېپ لزریني د جمعې په ورځ خبري
غونډې ته وویل چې د اسرایل او حماس د جګړې شروع کېدو راهسې د ادارې 57 کارکوونکي هم وژل شوي. هغه وویل د ادارې 15 کارکوونکي په یوه ورځ وژل شوي وو.
ګوېټرېس وویل هر څوک باید خپله ذمه واري ومني دا د حقیقت وخت دی او تاریخ په قضاوت کوي.
لزریني د جمعې په ورځ په مشرقي یروشلم کې خبریالانو ته وویل چې د غزه د اوسېدونکو ساه بندول کېږي.
هغه وویل په غزه کې خلک یوازې د بمونو او د حملو دلاسه نه وژل کېږي بلکې زر به هلته خلک د محاصرې له امله هم مړه کېږي، بنیادي خدمات په تباه کېدو دي، دوایانې، خوراک او اوبه په ختمېدو دي.
غزه دوه اشاریه دوه مېلین ابادي لري او د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه د دغې ابادۍ څخه یو اشاریه څلور مېلین خلک جګړې د شروع کېدو راهسې بې ځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې په غزه پټۍ کې بشري نظام د تباهۍ سره مخامخ دی
د تېرو اتلسو ورځو راهسې په غزه کې بجلي په مکمله توګه نشته او د دوو هفتو د مذاکراتو وروسته د امدادي سامان وړمبۍ برخه چې په کې 73 ټرکونه وو د اکتوبر په 21 نېټه غزه ته ور ورسېده.
په نیویارک کې د ملګرو ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا د عمومي شورا خصوصي بېړنۍ غونډې د جمعې په ورځ په دویمه ورځ هم دوام لرلو.
د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې په هغه قرارداد غور کېدلو چې اردن وړاندې کړی او په سمدستي ډول او د مستقل ډز بندۍ غوښتنه کوي.
د زیارت، پنجشنبې، د ورځ د ادرن خارجه وزیر اېمن الصفدي د جنرل اسمبلۍ غونډې ته وویل د خپلې دفاع حق خلکو د بې دریغه وژلو اجازت نامه نه ده.
هغه وویل اجتماعي سزا د خپله دفاع نه بلکې جنګي جرم دی. هغه زیاته کړه ممکنه ده چې اسرایل به د قراراداد مخالفت کوي خو پکار ده چې نور ملکونه په قرارداد رای وکړي او د امن په حق کې ودرېږي.
که څه هم د جنرل اسمبلۍ د قرارداد منل لازمي نه وي خو دا د نړیوالې ټولنې د رای اظهار کوي.
ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل استازي وویل حکومت یې د فلسطیني ولس سره نه بلکې د حماس سره په جنګ دی. هغه حماس د نوي دور نازیان وبلل.
اسرایلي سفیر ګېلاد اردن د مجوزه قرارداد مخالفت وکړو چې د حماس ذکر په کې نه دی شوی او د ډزې بندۍ غوښتنې یې هم رد کړې. هغه وویل د حماس صلاحیتونو په مکمله توګه د ختمولو دپاره به اسرایل هره ممکنه طریقه استعمالوي.
اسرایلي استازي وویل د ډزبندۍ غوښتنه د امن کوښښ نه دی، دا د اسرایل لاس تړل دي چې خپلو شهریانو ته د خطر ختمولو مخه يې نیسي.
امریکې هم په قرارداد کې د حماس غندنه په نه کېدو تنقید وکړو.
اسرایل د ډز بندۍ غوښتنې ردوی.
حماس د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د قرارداد هرکلی وکړو.
د حماس د سیاسي څانګې یو مشر غړي عزت الرشق وویل مسلح ډله د اسرایل ځکمنۍ حملې ته تیاره ده. الرشق د سماجي رابطې په وېب پاڼه ټېلېګرام وویل که اسرایلي وزیراعظم نن شپه غزه ته د داخلېدو فېصله وکړه نو "مزاحمت" تیار دی .